تازه خبرونه
د بیات پاور او افغان ګاز د تړون غځېدا؛ د کورني برښنا تولید به لس کاله نور هم دوام وکړي
د دې قرارداد له مخې؛ بیات پاور به د طبیعي ګاز پر کارولو د برښنا تولید ته دوام ورکړي او تولید شوې برښنا به د افغانستان برښنا شرکت له لارې د خلکو د اړتیاوو پوره کولو او د هېواد د صنعتي ودې د ملاتړ لپاره ووېشل شي.
د بیات پاور شرکت له افغان ګاز شرکت سره د طبیعي ګاز د پېر او پلور قرارداد وغځاوه؛ دا هڅه د راتلونکو لس کلونو لپاره د ۴۰ میګاواټه برښنا د تولید زمینه برابروي.
د دې قرارداد له مخې؛ بیات پاور به د طبیعي ګاز پر کارولو د برښنا تولید ته دوام ورکړي او تولید شوې برښنا به د افغانستان برښنا شرکت له لارې د خلکو د اړتیاوو پوره کولو او د هېواد د صنعتي ودې د ملاتړ لپاره ووېشل شي.
د جوزجان ولایت د افغان ګاز شرکت مسوولان وایي، چې دا شرکت د بیات پاور لپاره د اړتیا وړ ګاز برابرولو ته ژمن دی او له دې پروژې به هر اړخیز ملاتړ وکړي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ د دې قرارداد ارزښت په دې کې دی، چې برښنا له کورنیو سرچینو تولیدېږي او د هېواد د انرژۍ د ځان بسیاینې په پیاوړتیا کې اړین رول لري.
د جوزجان د افغان ګاز شرکت رییس اختر محمد منصور ټینګار کړی، چې د دې پروژې لپاره د ګاز دوامداره تولید لومړیتوب لري.
له بلې خوا د بیات پاور د عمومي رییس مرستیال محمد اسماعیل ویلي، چې د دې قرارداد له غځولو سره به د طبیعي ګاز له لارې د برښنا تولید د راتلونکو لس کلونو لپاره دوام ومومي.
د بیات پاور د عمومي رییس مرستیال حاجي محمد اسماعیل وایي: ډېر خوښ یوو، چې نن له افغان ګاز شرکت سره د ګاز د پېر او پلور د قرارداد د غځېدا شاهدان یوو. لکه څنګه، چې تاسې پوهېږئ؛ بیات پاور شرکت له څو کلونو راپدېخوا په شبرغان کې له طبیعي ګاز څخه ۴۰ میګاواټه برښنا تولیدوي او دا برښنا د افغانستان برښنا شرکت له لارې وېشل کېږي. دا بهیر به د یاد قرارداد له غځېدا سره د راتلونکو لس کلونو لپاره دوام وکړي. همدارنګه د افغان ګاز شرکت او د هغې له رهبرۍ څخه مننه کول په کار دي.
بیات پاور شرکت په تېرو څه باندې څلوېښتو کلونو کې د افغانستان لومړنی خصوصي شرکت دی، چې له طبیعي ګاز څخه برښنا تولیدوي. دغه برښناکوټ، چې په جوزجان ولایت کې موقعیت لري؛ د پرمختللې ګازي توربین پر کارولو دا مهال د سلګونو زره ګډونوالو لپاره برښنا برابروي او هر کال تر ۳۰۰ میلیون کیلوواټ-ساعت ډېره برښنا تولیدوي.
دا هڅه د کورني انرژۍ د تولید د پیاوړتیا، پر بهرنیو سرچینو د اتکا د کمولو او د هېواد د اقتصادي ودانیزو بنسټونو د پراختیا پر لوري اړین ګام بلل کېږي.