روغتيا

د بېزوګي ټناکې ناروغۍ نړیوال روغتیایي بېړنی حالت رامنځته کړی

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲, ۱۴۰۱)

د روغتیا نړیوالې ټولنې مشر تدروس ادهانوم ګیبریوسس په داسې حال کې د بیزو تڼاکې ناروغي نړیوال روغتیایي بېړنۍ حالت وباله، چې تر اوسه د دې ټولنې په بېړنۍ کمیټه کې د کارپوهانو ترمنځ عمومي اجماع نشته.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوالې ټولنې مشر تدروس څرګنده کړې: داسې یو ویروس لرو، چې د لېږد له نویو لارو ډېر ژر په ټوله نړۍ کې خپور شوی او مونږ یې ډېر لږ په اړه پوهیږو. زه پوهیږم، چې دا یو ساده او آسانه بهیر ندی او په دې اړه به بېلابېل اندونه وړاندې شي.

د ناروغۍ نښې نښانې له اوو څخه تر ۱۴ ورځو پورې څرګندیږي؛ تبه، د عضلاتو درد، ستړیا او د بدن د پوستکي د راکښته کیدو څخه عبارت دي.

تر دې دمه له بېزوګي تڼاکې څخه د مړینې پېښې یوازې په آفریقا کې راپور شوي او د نړۍ په کوم بل ځای کې لیدل شوې ندي؛ خو له تېرې می میاشتې راپدیخوا اروپايی هېوادونه هم د دې ناروغې د چتکې خپرېدا شاهد دي.

تېره میاشت په ۴۷ هېوادونو کې د بېزوګي تڼاکې ناروغۍ ۳۰۴۰ پېښې ثبت شوې وې. له هغه وخت راپدیخوا دا ناروغي له ۷۰ څخه په زیاتو هېوادونو کې له ۱۶۰۰۰ ډېرو پېښو ته رسیدلې ده.

دا ویروسي ناروغي په لومړي ځل د غربي آفریقا په بېزوګانو کې لیدل شوې او له نږدې والي څخه یو او بل ته د لېږدېدو وړ ده.

Trending

Exit mobile version