تازه خبرونه

د بې برخلیکه زندانیانو دوسیې د لوړو مقاماتو ادارو ته استول شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هغو بندیانو نومونه ولسمشرۍ ماڼۍ، لویې څارنوالۍ او محکمو ته استول شوي چې دوسیې یې له ځنډ سره مخامخ دي.

د څرخي پله زندان رییس سردار محمدخان نن (شنبه د میزان ۲۶) وویل، د هغو بندیانو نومونه ولسمشرۍ ماڼۍ، لویې څارنوالۍ او محکمو ته استول شوي چې دوسیې یې له ځنډ سره مخامخ دي او له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.

څو ورځې مخکې ولسمشر په بې ساري اقدام کې د څرخې پله له زندان څخه د لیدنې په مهال د بې برخلیکه بندیانو د دوسیو د ژر څېړلو امر کړی و؛ اوس د څرخي پله د زندان مسولین وایي، د دې بندیانو نومونه ولسمشرۍ ماڼۍ لویې څارنوالۍ او محاکمو ته استول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له زندان څخه یو شمېر آزاد شوي کسان وایي، لا هم د څرخي پله په زندان کې بې ګناه کسان د بند شپې سبا کوي او همدا شان یو شمېر خوشي شوي زندانیان وايي چې په دې زندان کې د نشه یي توکو راکړه وکړه هم په پراخه کچه تر سره کیږي؛ خو د څرخي پله زندان مسوولین په دې زندان کې د نشه یي توکو راکړه ورکړه ردوي.

د خوشې شویو زندانیانو شمېر چې د ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي د هغه فرمان له مخې چې د لوی اختر په مناسبت صادر شوی، نهه پنځوس تنه وو.

Trending

Exit mobile version