تازه خبرونه

د تاتارستان یو پلاوی به کابل ته راشي

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د مینیخانوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې اوسمهال په ځینو برخو کې له افغانستان سره سوداګري روانه ده؛ خو له دې وروسته دوی چمتو دي، چې د دې تبادلو کچه لوړه کړي.

Published

on

د تاتارستان ولسمشر رستم مینیخانوف د “روسیه او اسلامي نړۍ” تر سرلیک لاندې د کازان د شپاړلسم نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د رییس الوزراء له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په کتنه کې وویل؛ له تاتارستان څخه به یو پلاوی کابل ته واستول شي، چې له افغانستان سره په بېلابېلو سکټورونو کې اړیکې پراخې کړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د مینیخانوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې اوسمهال په ځینو برخو کې له افغانستان سره سوداګري روانه ده؛ خو له دې وروسته دوی چمتو دي، چې د دې تبادلو کچه لوړه کړي.

په دې ناسته کې د کاماز موټرو تولیدي شرکت عمومي رییس ویلي؛ تاتارستان چمتو دی، چې افغانستان ته د کاماز باربري او اور وژنې موټرو صادرات زیات کړي او په دې برخه کې به له ولسمشر مینیخانوف څخه د افغانستان لپاره ځانګړې سبسایډي هم ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړې؛ هغه پلان لري، چې افغانستان ته د سفر پرمهال بازار وارزوي او بیا په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

د تاتارستان د کرنې او خوړو وزیر په دې غونډه کې هم ویلي؛ دوی چمتو دي، چې له دې وروسته افغانستان ته د حلالو خوړو صادرات زیات کړي.

دواړو خواوو د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او همدارنګه په افغانستان کې د تاتارستان پانګوالو د پانګونې په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې ملا عبدالغني برادر د تاتارستان له ولسمشر څخه د اسلامي امارت پلاوي ته د کازان شپاړلسم نړیوال اقتصادي فورم ته د بلنې له کبله مننه وکړه.

ملا عبدالغني برادر دا بلنه د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو ګام وباله.

ملا برادر زیاته کړې؛ د اسلامي امارت بهرنۍ پالیسي خپلواکه، مثبته، بې طرفه، متوازنه او اقتصاد محوره ده او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

هغه څرګنده کړې، چې د دې پالیسۍ پر بنسټ اسلامي امارت غواړي؛ له تاتارستان جمهوریت سره په ځانګړي توګه په افغانستان کې د پانګونې، انرژۍ، بېخبناوو او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي.

هغه په ​​افغانستان کې وضعیت او شرایط د پانګونې لپاره مناسب وبلل او د تاتارستان له پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې د تېلو او ګازو استخراج او چاڼ په سکټورونو، ساختماني پروژو، اوسپنې‌پټلۍ او نورو برخو کې پانګونه وکړي.

ملا برادر د کازان شپاړلسم نړیوال اقتصادي فورم د افغانستان او تاتارستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت وباله او څرګندوي، چې باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د نندارتونونو او نورو اقتصادي پروګرامونو د جوړولو لپاره هڅې وشي، چې په دې برخه کې له شته ظرفیتونو څخه پوره ګټه پورته شي.

ویل کیږي، چې ملا برادر د تاتارستان ولسمشر ته د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره افغانستان ته د سفر بلنه ورکړه.

Trending

Exit mobile version