تازه خبرونه

د تاجکستان او افغانستان پر پوله پوستې جوړیږي ـ روسیه

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۷, ۱۴۰۰)

تاس خبري سرچینې څرګنده کړې، چې په تاجکستان کې د روسیې سفیر ایګور لیاکین فرولوف په یوه خبري کنفرانس کې ویلي؛ روسیه به ډېر ژر د تاجکستان او افغانستان پر پوله د ډاډمنې ساتونکې پوستې جوړول پیل کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ د ګډ امنیتي تړون د ټولنې په چوکاټ کې به د تاجکستان-افغان پولې د پیاوړتیا په اړه امنیتي مسایل د دوه اړخیزو او څو اړخیزو شرایطو له مخې په پام کې ونیول شي.

ایګور لیاکین فرولوف وایي، چې د روسیې یوه بله مرسته له افغانستان سره پر پوله د تاجکستان د شمس الدین شاهین په اړوند سیمه کې د یوې بلې ساتونکې پوستې جوړول دي.

هغه ويلي: د یوې عصري پوستې د جوړولو لپاره پیسې ځانګړي شوي، تړون لاسليک شوى او دا پروژه خپل عملي پړاو ته دننه شوې هم ده.

نوموړي ټینګار کړی، روسیې د دغو پرېکړو له مخې د تاجکستان پوځ ته وسلې او آسانتیاوې هم برابرې کړې دي.

د ایګور لیاکین فرولوف د څرګندونو له مخې؛ په تاجکستان کې د روسیې د ۲۰۱ پوځي اډې د عصري کولو لپاره کار روان دی او وروستي پوځي تجهیزاتو د ترلاسه کولو کار هم وروستی شوی دی.

دغه روسي ډیپلوماټ غوره پوځي روزنو ته په نغوته کې څرګنده کړې؛ د روسیې ۲۰۱ پوځي اډه به د کډ امنیتي تړون د غړیو هېوادونو په چوکاټ کې له تاجکستان سره دوه اړخیزې او څواړنیزې پوځي روزنیزې هڅې هم ولري.

د یادونې ده، چې له دې مخکې هم روسیې په تاجکستان او اربکستان کې د سرحدي ځواکونو د روزنې هڅې تر سره کړي دي.

Trending

Exit mobile version