تازه خبرونه
د تاجکستان ولسمشر د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د کار پر بیا پیلولو ټینګار وکړ
د تاجکستان ولسمشر په دوبۍ کې د اقلیمي بدلون د اتهویشتم کنفرانس په څنډه کې د نړیوال بانک له رییس سره په کتنه کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د کار د بیا پیل پر اړتیا ټینګار څرګند کړ.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ويلي، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به ١٣٠٠ ميګاواټه برښنا له قرغزستان او تاجکستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته ولېږدول شي او دغه پروژه بشپړېدو ته اړتيا لري.
د امام علي رحمان د څرګندونو له مخې؛ کاسا ۱۰۰۰ پروژه به د افغانستان له لارې د منځنۍ او جنوبي اسیا د انرژۍ بازارونه سره ونښلوي.
نوموړي په دې اړه څرګنده کړې: د کاسا ۱۰۰۰ پروژه د افغانستان له لارې د منځنۍ او جنوبي اسیا د انرژۍ بازارونه سره نښلوي او باید کار یې بیا پیل شي.
د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ويلي، کابل د دغې پروژې لپاره لازم چمتووالی نیولی او که نړیوال بانک ورسره مرسته او همکاري وکړي، د دغې پروژې کار به پیل شي.
دغه راز د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې پیل د برښنا د برابرولو په برخه کې یو مهم ګام بلل کېدای شي او دوام به یې د هېوادونو د ګټو پر بنسټ وي.
د کاسا ۱۰۰۰ پروژه په منځنۍ اسیا کې د انرژۍ یوه له سترو پروژو ده، چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه جنوبي اسیا ته د برښنا د لېږد لپاره طرحه شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د دغې پروژې د کار بهير له ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال راپدیخوا بند شوی دی.
