تازه خبرونه
د تاشکند په غونډه کې ډېرو هېوادونو د اسلامي امارت ملاتړ وکړ- متقي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقی ويلي، په تاشکند کې د نړیوالې غونډې پایلې له سیمې او نړۍ سره د اسلامي امارت د دیپلوماتیکو اړیکو د پرمختګ ښکارندویې دي.
امیرخان متقي زیاته کړې، چې په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو ته د اسلامي امارت د دیپلوماتانو د ورپېژندلو بهیر روان دی او ډېر هېوادونه د افغانستان د نوي حکومت د دیپلوماتانو منلو ته چمتو دي.
متقي څرګنده کړې: ډېرو هېوادونو نه یوازې له افغانستان سره خپل ملاتړ اعلان کړی، بلکې ټینګار یې کړی، چې د افغانستان بانک پیسې باید آزادې، بندیزونه دې لرې او اړیکې دې پراخې شي.
نوموړي زیاته کړې: کله، چې مونږ یو دیپلومات معرفي کوو؛ دا په متقابل عمل کې د پرمختګ ښکارندویي کوي. تاسې ته څرګنده ده، چې څو ورځې وړاندې له مالیزیا څخه یو لوړ پوړی پلاوی راغی او د بهرنیو چارو په وزارت کې یې یو سمینار جوړ کړ، چې پرمختګ ښيي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي دا ټینګار هم کړی، چې افغانستان اوس د سیمې د ترانزیت پر مرکز بدل شوی او د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل د ټولو هېوادونو په ګټه دی.
هغه وایي: د سیمې د هېوادونو ګټې هم په دې کې دي، چې د افغانستان له نوي حکومت سره څنګه اړیکې ونیسي؛ ځکه دلته نه یوازې د دوه اړخیز اتصال مسله ده، بلکې د ترانزیت په اړه هم بحثونه شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له تاشکند څخه د بېرته راستنېدو پر مهال د حیرتان بندر له لارې بلخ ولایت ته تلی او د دغه ولایت له نظامي او ملکي چارواکو سره یې لیدلي دي.