تازه خبرونه

د تاوتريخوالي له لارې په افغانستان کې د سياسي بدلون ملاتړ نه کوو – بريتانيا

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۳۰, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د بریتانیا سفارت چارسمبالی، چې اوس په دوحه کې دی؛ څرګنده کړې: بریتانیا د تاوتریخوالي له لارې د سیاسي بدلون ملاتړ نکوي.

د افغانستان لپاره د بریتانیه د سفارت چارسمبالي هوګو شورتر د یکشنبې پر ورځ د غبرګولي ۲۹ په ډاګه کړې: بریتانیا د افغانانو په ګډون له هیچا، چې د تاوتریخوالي له لارې په افغانستان کې سیاسي بدلون غواړي او یا هم د سیاسي موخو لپاره تاوتریخوالی هڅوي؛ ملاتړ نکوي.

دغه بریتانوي چارواکي زیاته کړې، چې هېواد یې هر ډول ترهګریز برید غندي او خواشینوونکی یې بولي.

هغه زیاته کړې؛ د سولې او ثبات د ودې، افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو او ګډو امنیتي اندېښنو ته د رسیدو لپاره له طالبانو( اسلامي امارت) سره د خبرو اترو بل بدیل نشته.

په دې څرګندونو کې ټینګار شوی، چې له هغو کسانو څخه ملاتړ نکوي، چې په افغانستان کې د سیاسي موخو لپاره تاوتریخوالی ته لمن وهي او اجازه نه ورکوي، چې د بریتانیا خاوره د دا ډول پروګرامونو لپاره وکارول شي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند د افغانستان په اړه د بریتانیا له دغه نوي دریځه ستاینه کړې او وایي: په افغانستان کې د ثبات دوام د سیمې او نړۍ د ټولو هېوادونو په ګټه دی او د نړۍ پر هېوادونو یې غږ وکړ؛ له هغو کسانو سره، چې افغانستان ته بد نیت لري، ناامنۍ ته لمن وهي او یا وسله راپورته کوي ورسره تعامل ونلري او بندیز پرې پلی کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه هیڅ هېواد په افغانستان کې پر اسلامي امارت سربېره کومه وسلواله ډله پر رسمیت پېژندلې نده.

Trending

Exit mobile version