تازه خبرونه

د تحریک طالبان پاکستان او حکومت تر منځ اختلاف باید د خبرو له لارې حل شي – امیر خان متقي

Published

on

Last Updated on: غویی ۱۹, ۱۴۰۲

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د دوشنبې پر ورځ ( د غویي اتلسمه ) څرګنده کړې، چې د تحریک طالبان پاکستان او حکومت ترمنځ اختلافات باید د دیپلوماسۍ او خبرو له لارې حل شي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي دا څرګندونې د اسلام‌آباد ستراتیژیکو مطالعاتو په انستیتیوت کې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون ردوي او وايي؛ په افغانستان کې هیڅ ترهګره ډله نشته او په دغه هېواد کې د ترهګرو د فعالیتونو او حضور په اړه د هېوادونو اندېښنې ناسمې دي.

هغه وايي، چې اوسمهال په افغانستان کې هیڅ ترهګره ډله نشته او د هېواد جغرافیه په بشپړه توګه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په واک کې ده.

امیر خان متقي په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان شتون هم ردوي او وايي، چې اسلامي امارت د تحریک طالبان پاکستان د مشرانو او د پاکستاني حکومت تر منځ د مستقیمې ناستې له جوړولو سره خپل مسوولیت ادا کړی دی.

دغه راغز نوموړي له اسلامی امارت سره د امریکا د متحدو ایالتونو مستقیمې مرستې هم رد کړې او وایي، چې د دغه هېواد لخوا له امارات سره هیڅ ډول نغدی مرستې نده شوې؛ د امریکا او نړیوالې تولنې مرستې د ملګرو ملتونو بنسټونو له لارې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره لګول کیږي.

امیر خان متقي د یو شمېر ښځو د کار او زده‌کړو د بندېز په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې په اسلام کې د ښځو زده‌کړه او کار حرام نه‌دی او د نجونو پر زده‌کړو محدودیت هم دایمي نه، بلکې لنډمهاله دي، چې تر امرې ثاني پورې ځنډول شوی.

د بهرنیو چارو وزیر د چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم دوه اړخیزې او درې اړخیزې خبرې اترې ګټورې وبللې او ټینګار یې وکړ، چې د دغو خبرو د جزئیاتو په اړه به په راتلونکي کې توضیحات ورکړي؛ خو هغه په ډاګه کړې: په دغو خبرو اترو کې هوکړه شوې، چې د درې واړو هېوادونو ځمکه او فضا به د یو بل پر ضد نه کارول کېږي.

امیرخان متقي وايي، چې امارت له خپلو ټولو ګاونډیانو سره دوستانه اړیکې غواړي او ډاډ ورکوي، چې له افغانستان څخه به دوی ته کوم ګواښ نه پېښيږي.

نوموړی د ټولګډونه او ټول شموله حکومت په اړه هم ویلي، چې دوی د هېوادونو د حکومت د جوړښت په اړه نظر نه‌لري او له هېوادونو یې هم غوښتي، چې د افغانستان د سیاسي نظام په اړه هیڅ ډول وړاندیز او غوښتنې ونه‌لري.

Trending

Exit mobile version