سوداگري

د ترانسپورتي سکتور د معیاري کولو هڅې پیل شوې دي – چارواکي

Published

on

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مسوولینو ويلي؛ هڅه کوي، چې په هېواد  کې د ترانسپورت په سکتور کې د پانګونې لپاره خصوصي سکتور وهڅوي.

د یاد وزارت ویاند څرګنده کړې؛ اوس په هېواد کې د ترانسپورت په سکتور کې د پانګونې لپاره تر ټولو ښه زمینه برابره شوې ده.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مسوولین وايي، چې په هېواد کې د ترانسپورت د سکتور د معیاري کولو لپاره هڅي پیل شوي او په دې سکتور کې د هېواد پر کچه د پانګونې لپاره ښه وړتیا لیدل کیږي.

دوی څرګندوي، خصوصي سکتورکولی شي په هېواد کې د ترانسپورت پر خصوصي سکتور پانګونه وکړي.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي وایي: مونږ د ترانسپورت د سکتور د معیاري کولو لپاره خپلې هڅې زیاتي کړي او خصوصي سکتور کولی شي اوس په دې سکتور کې پانګونه وکړي.

په هېواد کې ځینو پانګوالو د مسافري ترا نسپورت په برخه کې دا سې پانګونه کړې، چې له دې مخکې یې ساری نه و لیدل شوی.

په دې شرکت کې د مسافرو لپاره په موټر کې د انټرنیت له اسانتیاوو نیولې حتا ترجوس او چاري ورکړې پورې تدابیر نیول شوي دي.

د خصوصي سکتور ځیني غړي وايي، چې دمګړۍ په هېواد کې د ترانسپورت پر سکتور له  نړیوال معیار سره سم  د پانګونې بهیر پیل شوی دی.

د خصوصي ترانسپورتې شرکت مسوول حاجي ګل آغا وایي: مونږ کوښښ وکړ، چې په هېواد کې د مسافر وړونکیو د ترانسپورت په برخه کې خپلو خلکو ته داسې خدمات وړاندې کړو، چې له دې مخکي د هېواد په تاریخ کې مخینه نلري. مونږ پخپلو مسافرینو ډر پام ساتو.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم وايي؛ که د هېواد د ځمکني او هوايي ترانسپورت په برخه کې معیاري پانګونه تر سره شي، له دې سره به د دې ستر خدماتي سکتور په عوایدو کې د زیاتوالي ترڅنګ به سلګونه هېوادوالو ته په دې سکتور کې د کار زمینه هم برابره شي.    

Trending

Exit mobile version