تازه خبرونه
د ترهګرو روزنیز مرکزونه په افغانستان کې دي – پاکستان
(Last Updated On: وری ۱۵, ۱۴۰۳)
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف یو ځل بیا ویلي، چې په پاکستان کې ترهګري له افغانستان څخه خړوبیږي او تحریک طالبان پاکستان په دغه هېواد کې روزنیز کمپونه او پټنځایونه لري.
هغه زیاته کړې، چې اسلامآباد باید د افغانستان له اسلامي امارت سره په دې اړه هر اړخیزې خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت پر ځلونو دغه تورونه رد کړي او څرګندوي؛ دوی به هیڅ یوې وسلهوالې ډلې ته اجازه ورنکړي، چې له افغانستان څخه نور حکومتونه وګواښي.