تازه خبرونه

د ترهګریزو بریدونو پر ځاله د افغانستان د بدلېدو وړاندویېنې ناسمې ثابتې شوې – د امریکا استخبارات

کوهن په مریلینډ کې د ملي امنیت په اړه کنفرانس کې ویلي: ” له وحشته ډکې وړاندویېنې وړاندوینې رښتیا نه‌شوې.

Published

on

Last Updated on: وږی ۱۱, ۱۴۰۳

د امریکا د استخباراتو ادارې مرستیال ډیویډ کوهن ویلي؛ هغه خبرداری، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به افغانستان په ټوله نړۍ کې د تروریستي بریدونو پر ځاله بدل شي، ناسم و.

کوهن په مریلینډ کې د ملي امنیت په اړه کنفرانس کې ویلي: ” له وحشته ډکې وړاندویېنې وړاندوینې رښتیا نه‌شوې.

د ان‌بي‌سي نیوز د راپور له مخې: د امریکا د استخباراتو ادارې (سي آی ای ) مرستیال ویلي، چې واشنګټن په وروستیو کلونو کې د چین او روسیې پر وړاندې د خپل ملي امنیت لومړیتوبونه بدل کړي؛ خو ویلي یې دي، چې له ترهګرۍ سره مبارزه اوس هم د امریکا استخباراتي ادارې دنده ده او امریکا په کې نه ناکامیږي.

کوهن ویلي: مونږ په کې پانګونې روانه وساتو او د سرچینو ځای پر ځای کول به مو په کې روان وي.

هغه زیاته کړې، چې داعش او د هغې خراسانۍ څانګه اوس هم یو لوی ترهګریز ګواښ دی.

ډیویډ کوهن د امریکا هغو عملیاتو ته نغوته وکړه، چې پر ۲۰۲۲ ز. کال یې په کابل کې د القاعده مشر ایمن الظواهري وواژه او دا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د یوې بریا بېلګه یاده شوخ؛ خو اسلامي امارت دا موضوع تائید کړې نده.

هغه دا هم ویلي؛ سي آی ای له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې ساتلې، چې دا له ترهګرۍ سره د مبارزې ژمنو ښکارندویي کوي.

ډیویډ کوهن وایي؛ مونږ دا ټول وخت له هغوی سره له بېلابېلو لارو په اړیکه کې یوو، ځکه هغوی په له القاعده او خراساني داعش سره د مبارزې هڅې کړې دي.

دغه څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوي، چې د امریکا جمهوري غوښتونکیو وکیلانو د بایډن پر ادارې د امریکايي پوځیانو د وتلو د څرنګوالي په اړه نیوکه وکړې او ادعا کوي، چې افغانستان یو ځل بیا د خراساني داعش په ګډون د ترهګرو ډلو پر خوندي ځاله بدل شوی دی.

سربېره پر دې؛ د ملګرو ملتونو د جولای د راپورله مخې؛ بهرني دولتونه په افغانستان کې د خراساني داعش په ګډون له مخ پر زیاتېدونکيو تروریستي ګواښونو اندېښمن دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د ترهګرو ډلو شتون رد کړی او څرګندوي؛ د افغانستان له خاورې یې هیچا ته د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد د ګواښ رامنځته کولو اجازه نده ورکړې.

Trending

Exit mobile version