تازه خبرونه
د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه د دولتونو پر کچه خبرو ته چمتو یوو
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، چې د خبرو هر ډول میکانیزم دې« یوازې ډاډ او ژمنې نهوي، بلکې له عملي او څرګندو اقداماتو سره دې هم باید مل وي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د وزیر سراجالدین حقاني لهخوا د خبرو اترو د یوه میکانیزم له رامنځته کولو وروسته، اسلامآباد چمتو دی، چې له افغانستان سره د ترهګرۍ د ستونزې د اوارولو په اړه د دولتونو پر کچه خبرې وکړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، چې د خبرو هر ډول میکانیزم دې« یوازې ډاډ او ژمنې نهوي، بلکې له عملي او څرګندو اقداماتو سره دې هم باید مل وي.
هغه زیاته کړې؛ اسلامي امارت باید ډاډ ورکړي، چې د افغانستان له خاورې څخه به د پاکستان پر وړاندې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره کار نهاخیستل کېږي.
د پاکستان دغه څرګندونې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د امنیتي او ترهګرۍ ضد موضوعاتو په اړه د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ د خبرو او همکاریو غوښتنې بیا زیاتې شوې دي.
افغانستان په وار وار ویلي؛ د افغانستان له خاورې به د هیڅ هېواد پر وړاندې کار نه اخیستل کېږي او هیڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړ شي، چې د افغانستان له خاورې د کوم هېواد، په ځانګړي ډول د ګاونډ هېوادونو پر وړاندې کار واخلي.