تازه خبرونه
د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالی ومانه
آقای مردوف در مراسمی به همین مناسبت گفت که ترکمنستان و افغانستان در حال برنامه ریزی اجرای پروژه های بزرگ هستند از همین رو افزایش سطح روابط دیپلوماتیک یک اقدام ضروری است.
د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال او بهرنیو چارو وزیر راشید مردوف په عشقآباد کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالی فضل محمد صابر په رسمي بڼه ومانه.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، رشید مرادوف په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ویلي، چې ترکمنستان او افغانستان د سترو پروژو د پلي کولو پلان لري او له همدې کبله د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړول ورته یو اړین ګام دی.
هغه هیله څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو د ګډو ډیپلوماټیکو هڅو په پایله کې به د ټاپي د ګازو د نللیکې، د ټاپي د برښنا د لېږد او د تورغونډۍ – هرات ترمنځ د اوسپنې پټلۍ پروژې عملي کار ژر پیل شي.
اسلامي امارت د ۲۰۲۱ ز. کال په اګست میاشت کې پر کابل بیا واکمن شو؛ خو تر اوسه هیڅ هېواد یې حکومت پر رسمیت ندی پېژندلی.
د سیمې ځینو هېوادونو د نورو هېوادونو پر پرتله له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې ټینګې کړې دي.
د تېر کال په سلواغه کې د چین ولسمشر شي جین پینګ په بیجینګ کې د افغانستان د سفیر په توګه د اسدالله بلال کریمي باورلیک ومانه.
اړوند خبرونه:
د چین ولسمشر د اسلامي امارت د سفیر باورلیک ومانه
اسلامي امارت د نړۍ له ټولو دولتونو سره د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا غواړي