تازه خبرونه
د ترکیې سفر مو ګټور او له لاسته راوړنو ډک و ـ ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند د ترکیې د سفر پایلې له رسنیو سره شریکې کړې او هیله شو، چې د افغانستان او ترکیې ترمنځ به د اقتصادي اړیکو یو نوی باب پرانیستل شي.
ذبیح الله مجاهد نن شنبه د لړم ۱۴په کابل کې یوې خبري غونډې ته په ډاګه کړه، چې د ترکیې سفر یې د هېواد لپاره ګټور و.
ذبیح الله مجاهد، وايي چې په دې سفر کې یې له ترکي چارواکو، د اسلامي هېوادونو له عالمانو، افغان کډوالو او افغان او بهرنیو پانګوالو سره وکتل او ګټورې خبرې سره وشوې.
هغه هيله څرګنده کړه، چې دغه سفر به په هېواد کې د پانګونې د جلبولو لپاره ښه زمينه برابره کړي.
د اسلامي امارت ویاند په دوحه کې د کابل او واشنګتن د پلاوي ترمنځ د خبرو له دوام خبر ورکوي.
په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي له اسلامي امارت څخه په ملي کچه د خبرو اترو غوښتنه وکړه؛خو ذبیح الله مجاهد وايي چې اسلامي امارت په دې برخه کې خپله ونډه پوره کړې او د تماس کمیسیون یې جوړ کړی دی.
مجاهد ويلي، چې د سرپرست حکومت د کار پای ته رسولو لپاره کار روان دی. هغه وویل چې ژر به یوې پایلې ته ورسيږي.
د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ په بهر کې د نویو ګوندونو او ډلو ټپلو جوړول د افغانستان په ګټه ندي.
ذبیح الله مجاهد وايي، چې اسلامي امارت له ټولې نړۍ سره د یپلوماتیکې اړیکې غواړي او نړیواله ټولنه باید په بېلابېلو برخو کې د افغانستان لاسته راوړنې له پامه ونه غورځوي.