سیمه ییز خبرونه

د ترکیې ولسمشر اردوغان د روغتیايي دلایلو له کبله ټاکنیزې غونډې ودرولې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۷, ۱۴۰۲)
رویترز په ډاګه کړې، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د می د میاشتې د څوارلسمې نېټې د ولسمشریزیزو او پارلماني ټاکنو کمپاینونه د روغتیایي دلایلو له کبله پرون او نن درولې دي.

اردوغان د چارشنبې پر ورځ تویت کړی: نن به زه د خپلو داکترانو په مشوره په کور کې استراحت وکړم.

وروسته د عدالت او پراختیا ګوند مرستیال ارکان کندمیر څرګنده کړه، چې اردوغان به د پنجشنبې پر ورځ د ویدیو تړاو له لارې د سویلي مرسین ولایت د اکویو اتومي بټۍ په مراسمو کې ګډون وکړي.

نوموړي زیاته کړې: زمونږ د مرسین لاریون به هم پر پلان شوې نېټه ترسره شي.

د سې شنبې پر ورځ ناوخته اردوغان یوه ژوندۍ تلویزیون مرکه رالنډه کړه اوپه ترڅ کې یې وویل، چې د معدې د درد له کبله د ناروغۍ احساس کوي.

د اوسنۍ ترکیې دا ټاکنې د اوږده خدمت کوونکي مشر لپاره ترټولو  ننګوونکې یادیږي او د لګښت ناورین په دې هېواد کې اردوغان ملاتړ زیانمن کړی دی.

نظرپوښتنه ښيي، چې اردوغان ښايي له دوه لسیزو وروسته؛ واک له لاسه ورکړي.

Trending

Exit mobile version