تازه خبرونه
د ترکیې پر مرستو بار ریلګاډي افغانستان ته پر لاره دي
د ترکیې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې څرګنده کړې؛ د چارشنبې پر ورځ د ترکیې له پلازمېنې څخه افغانستان ته درې ځانګړي خیریه ریلګاډي، چې پر څه نا څه ۱۵۰۰ ټنو مرستو بار دي؛ روان شول.
د ترکیې طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې AFAD تویت کړی، چې د مهربانۍ شپږم ریلګاډی افغانستان ته پر لاره دی.
سرچینې زیاته کړې، کله، چې د مهربانۍ شپږمه ټولګه افغانستان ته راورسېږي؛ نو ټولټال ۱.۲۵میلیون افغانان به دا مرستې تر لاسه کړي، چې په ټوله کې ۱۷ بېلابېل توکي دي.
په افغانستان کې روان بشري ناورین د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وروستیو سیلابونو له کبله نور هم پراخه شوی، چې په تېره یوه میاشت کې لږ تر لږه ۱۸۲ کسان مړه شوي او زرګونه کورونه ویجاړ او یا زیانمن شوي دي.
د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت ويلي، زرګونه کورنۍ زیانمنې شوي او عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.
