تازه خبرونه

د ترکیې په اوبو کې د ۲۹ افغان کډوالو مړي وموندل شول

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۳۱, ۱۳۹۹)

په ترکیه کې د افغانستان سفارت په ډاګه کړې؛ د ترکیې د اوبو په ډوبو شویو کسانو کې د درې ماشومانو په ګډون نهه ویشت افغانان هم شته.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ تراوسه له اوبو څخه ۵۹ مړي را ایستل شوي، چې ۲۹ یې افغانان او د نورو هویت ناڅرګند دی.

په انقره کې د افغانستان قونسلګرۍ ویلي، د نورو پاتې مړو هویت ندی روښانه او په مړو کې څو ماشومان هم شته.

د بهرنیو چارو وزارت ويلي؛ دری مړي نن شپه له استنبول څخه کابل ته رالیږدول کیږي.

دا وزارت د قربانیانو له کورنیو غواړي، چې د خپلو کسانو عکسونه او د هویت د تثبیت نور مدارک دغه وزارت ته وسپاري.

 د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د قربانیانو له کورنیو غوښتي، چې د قربانیانو د هویت د تثبیت په موخه د خپلو کسانو عکسونه او نور د هویت مدارک دغه وزارت او یا په ترکیه او ایران کې د افغانستان قونسلګریو ته وسپاري.

ویل کیږي دا کښتۍ د وان په اوبو کې سل متره لاندې ډوبه شوې ده.

د ترکیې پولیس د مړو د را ایستلو، د قربانیانو د هویت د تثبیت او د استنبول تر مرکز پورې د مړو د لیږدولو مسوولیت پرغاړه لري.

خلک وایي، له قاچاقي لارو بهر ته تګ خطرناک او ناوړه پایلې لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خلکو غواړي، چې د هغو خپلوانو مشخصات دغه وزارت ته وسپاري، چې په دغه سفر کې یې ژوند لاسه ورکړی دی.

Trending

Exit mobile version