تازه خبرونه

د ترکیې یو خیریه بنسټ په افغانستان کې پېنځه مدرسې جوړوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۷, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت او د ترکیې د ایدیف خیریه بنسټ ترمنځ د هېواد په پېنځه ولایتونو کې د ۵ بابه مدرسو د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو.

دغه هوکړه ليک د هېواد د پوهنې وزير مولوي حبيب الله آغا او د ياد بنسټ د مشر شيخ محمد توران لخوا لاسليک شوی دی.

د دغه تفاهم ليک د لاسليکولو پر مهال د هېواد د پوهنې وزير د “IDIF” خيريه بنسټ لخوا د ۵ مدرسو جوړول يو ستر اقدام وباله او له يادې ادارې يې مننه وکړه.

د پوهنې وزير د ياد شوي بنسټ مسوولينو ته ډاډ ورکړ، چې د پوهنې وزارت به د يادو پروژو د پلي کېدو لپاره ټولې آسانتياوې برابرې کړي.

د یاد تفاهم لیک پر بنسټ دغه اداره په پام کې لري، چې د هېواد په ۵ ولایتونو کې پېنځه مدرسې جوړې کړي، چې هره مدرسه به څلور درسي ټولګي، د احاطې دیوال، یو جومات، د څښاک د اوبو سیستم او نورې اړینې آسانتیاوې ولري.

د دغو ښوونځيو د جوړولو لګښت ۲۵ زره امريکايي دالره اټکل شوی، چې د “IDIF” بنسټ له خوا تمويلېږي.

Trending

Exit mobile version