تازه خبرونه
د تهران او کابل اړیکې د پراختیا پر لوري روانې دي – ایران
ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې د کونسلۍ همکاریو، د دواړو هېوادونو د وګړو اړوند چارو او د اړوند ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت د کونسلۍ پارلماني چارو او بهر مېشتو ایرانیانو مرستیال وحید جلالزاده د ایران او افغانستان د کونسلۍ کمېسیون د ګډې پېنځمې غونډې د جوړېدو او له افغان چارواکو سره د لیدنو لپاره کابل ته راغلی دی.
ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې د کونسلۍ همکاریو، د دواړو هېوادونو د وګړو اړوند چارو او د اړوند ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشي.
جلالزاده د خپل سفر پر مهال ویلي، چې د ایران او افغانستان اړیکو د تېر کال پر پرتله ښه پرمختګ او پراختیا کړې ده.
هغه زیاته کړې، دواړه هېوادونه هڅه کوي، چې د خپلو ګډو پولو سرحدي لارې پراخې کړي، چې له دې سره په سرحدي سیمو کې د اقتصادي اړیکو د پراختیا او د سوداګریزو همکاریو د زیاتوالي زمینه برابره شي.