سوداگري
د تهران په نندارتون کې د ایران او افغانستان د سوداګریزو فرصتونو کنفرانس ترسره شو
د کرنې وزارت مرستیال له ایراني چارواکو سره د افغانستان او ایرن ترمنځ د کرنې او مالدارۍ پر موضوعاتو خبرې کړې دي.
د تهران- کابل سوداګریزو فرصتونو او ظرفیتونو کنفرانس د ایران د صادراتي وړتیاوو د اووم نندارتون (ایران ایکسپو ۲۰۲۵) په څنډه کې د افغان چارواکو په ګډون ترسره شو.
د کرنې وزارت مرستیال له ایراني چارواکو سره د افغانستان او ایرن ترمنځ د کرنې او مالدارۍ پر موضوعاتو خبرې کړې دي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدر اعظم عثماني تهران ته د خپل سفر په لړ کې د ایران د کرنې له وزیر،غلامرضا نوري سره کتلي او د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې یې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
د ایران د کرنې وزیر د ګډو کرنیزو همکاریو د پیل او پیاوړتیا لپاره د خپل هېواد لېوالتیا څرګنده کړه.
هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ کرنیز کمیسیون د جوړېدو وړاندیز وکړ او زیاته یې کړه، چې د دغه کمېسیون په چوکاټ کې د همکاریو اسناد ترتیب او لاسلیک کولی شي د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.
ایران چمتووالی ښودلي، چې افغانستان ته د کرنې په برخه کې تخنیکي او انجنیرۍ خدمتونه وړاندې کړي. د کرنې وزارت مرستیال د ایران لخوا صادراتي نندارتون (اکسپو ۲۰۲۵) ته د ګډون او په تېرو درې کلونو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو له پراختیا او د دې بهیر په دوام يي ټینګار کړی، چې د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د نویو ګډو پروژو زمینه برابره کړي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند غلام محمد شهامت ویلي؛ په دې ناسته کې دواړو لوریو د صنعتي کرنې پراختیا، د کرنیزو محصولاتو پانګونې او د خصوصي سکټور د پیاوړتیا په اړه هم بحث او نظرونه تبادله کړل او د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
د هېواد د خصوصي سکټور يو شمېر غړو، چې د ایران په نړیوال نندارتونو کې یې برخه اخستي؛ داسې نندارتونو نه د دواړه هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم بولي اوزیاتوي، چې داسې ګډ نندارتونو نه باید د افغانستان او ایران ترمنځ نورهم پراختیا پیدا کړي.
د اقتصادي چارو کارپوهانو ويلي؛ که افغان او ایریاني پانګوال د کرنې په سکټور کې ګډه پانګونه تر سره کړي له دې سره به افغانستان د کرنیزو محصولاتو پر ستر صادراتي هېواد بدل شي.
دوی وايي، ایران د کرنې په سکټور کې له لوړې تجروبې برمن دی.