تازه خبرونه

د تورخم دروازې د تړلو هڅه د ښه ګاونډیتوب له اړیکو سره په ټکر کې ده

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۹, ۱۴۰۲)

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ ناوخته په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ د پاکستان له لوري د تورخم دروازې تړل او پر افغان امنیتي ځواکونو ډزې د ښه ګاونډیتوب له اړیکو سره په ټکر کې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان له لوري د تورخم دروازې تړل او پر افغان امنیتي ځواکونو ډزې کول د ښه ګاونډیتوب خلاف بولي.

د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې؛ د تورخم دروازه هغه وخت د پاکستان حکومت وتړله، چې د تېرې چارشنبې پر ورځ پاکستانیو پوځیانو افغان لوري ته د یوې پخوانۍ پوستې د بیا جوړولو هڅه وکړه؛ خو افغان سرحدي ځواکونو یې مخه ونیوله او د پوځیانو له برید سره مخ شول.

بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ په داسې حال کې، چې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او میوې وخت دی، پاکستان په بې منطقه عذرونو د ترانزیت او تګ راتګ دروازه تړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: د تورخم دروازې تړل کېدل په دوه اړخیزه او سیمه ییزه سوداګرۍ منفي اغېز کولی شي او د دواړو غاړیو عامو سوداګرو ته مالي او ځاني زیانونه اړوي.

د دغې ۲۶۰۰ کیلومتره پولې تړل کېدا له لسیزو راپدیخوا د حکومتونو ترمنځ د شخړې علت رامنځته شوی دی.

یاد وزارت یادونه کړې، چې د دې میاشتې په پیل کې یوه لارۍ، چې انځر په کې بتر ول؛ له افغانستان څخه د واګه بندر له لارې هند ته روانه وه، چې د پاکستانيو پولیسو یوې پوستې ته څېرمه اور ورواچول شو.

افغان چارواکي په دې باور دي، چې په دې وروستیو کې د کراچۍ بندر پېښې هم افغان سوداګر زیانمن کړي. دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې پاکستانيو چارواکو د حساس نولړ پر پلمه سلګونه سلګونه کانتینرونه ودرول.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ له بده مرغه، د نړیوالو قوانینو له مخې د پخوانیو ژمنو او خلاف، پاکستاني لوري اکثراً د کراچۍ په بندر کې خنډونه جوړ کړي او د افغان کرنيزو حاصلاتو او میوو د موسم له رارسېدو سره په ناحقه دروازې تړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دروازې تړل نه یوازې د دواړو هېوادونو تر منځ پر سوداګرۍ اغېز کوي، بلکې د وروڼو خلکو او هېوادونو ترمنځ واټن هم زیاتوي او د ټولې سیمې د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د خنډ او ځنډ لامل کېږي.

دغه وزارت زیاته کړې، د تورخم دروازې دواړو غاړیو ته د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو په ګډون سلګونه مسافر بند پاتې دي.

یاد وزارت دا هم ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست په پام کې نیولو سره، چې په سیمه کې د سوداګرۍ او ترانزیت د اسانتیاوو پر بنسټ ولاړ دی، د تفاهم او دیپلوماتیکو خبرو له لارې د ستونزو حل ته ژمن دی.

په خبرپاڼه کې راغلي: دغه وزارت پاکستاني لوري ته یادونه کوي، چې دا ډول کړنې د افغانستان سوداګرۍ، سیمې او د پاکستان ملي اقتصاد ته چې په اوسني وضعیت کې تر ډېره پر صادراتو تکیه ده، زیان رسوي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د تورخم دروازې تړل د دواړو لوریو او سیمې سوداګري زیانمنوي او عامو خلکو ته زیان رسوي، چې باید د دواړو لوریو پر تفاهم خلاصه او عام خلک له زیانمنېدو وژغورل شي.

په همدې حال کې د ننګرهار رسنیو خبر ورکړی، چې د تورخم دروازه د یکشنبې په ورځ هم تړلې ده.

Trending

Exit mobile version