سیمه ییز خبرونه

د تورخم دروازې په تړل كيدو درې ناروغ ماشومان مړه شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

پاکستانيو ځواکونو د تورخم دروازې په تړل كيدو د پولې دواړوغاړو ته زرگونه خلک له ستونزو سره مخ كړي دي.

د ننگرهار والي ویاند احمدضیاعبدالزی وايي:

پاکسانيو پوځیانو د جمعې ورځې(د مرغومي ۸) د سهارپه نهه بجو د تورخم دروازه تړلې او د پولې دواړو غاړيو مسافرينو ته د تگ راتگ اجازه نه ورکوي.

نوموړى زياتوي:

د پولې دواړو خواوو ته په زرگونه کسان، چې ښځې، ماشومان، ټپیان او نور ډول ډول ناروغان په کې دي؛ سړې هوا او باران ته بندپاتې دي، چې تر اوسه درې ناروغ ماشومان مړه شوي.

په سیمه کې میشتو سرحدي پولیسو مسوولینو او ولایتي چارواکو له پاکستاني چارواکو سره د لارې د خلاصیدو په موخه خبرې کړي، خو تراوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې.

ننگرهاروالي ویاند احمدضیاعبدالزی له مرکزي دولت څخه د دې ستونزې د حل غوښتنه وكړه.

په ختیځ کې د سرحدي پولیسو دعامه اړیکو مسوول ادریس مومند، چې خپله د تورخم دروازې ته تللی وايي، چې:

په سیمه کې په زرگونه کسان په سړه او باراني هوا کې د دروازې د خلاصيدو په تمه دي.

نوموړی زياتوي:

پاکستانيو ځواکونو تورخم پوله په چرخي پله سیمه کې د افغان پوليسو له خوا د څو تنو پاکستانيو  موټرچلوونکيو د وهلو په غبرگون کې د مرکزي دولت په لارښوونه بنده کړې ده.

د پولې دواړو خواوو ته زرگونه بند مسافرین د پاکستان پردې کار ډېرخواشیني دي او ژر تر ژره د لارې د خلاصيدو غوښتنه کوي.

دوی وايي:

که په څو ساعتونو کې لاره خلاصه نشي سړه هوا او باران به ډېر د نورو ماشومانو، سپين ږيرو او ښځو ژوند واخلي.

د یادونې وړده، چې تر دې یوه اوونۍ وړاندې هم پاکستانيو ځواکونو په افغانستان کې د یو شمېر پاکستانيو مزدورانو د وهلو په غبرگون کې نوموړې لار د څو ساعتونو لپاره تړلې وه، چې وروسته د دواړو هېوادونو د مشرانو د یو لړخبرو په ترڅ کې بېرته پرانستل شوه.

Trending

Exit mobile version