سیمه ییز خبرونه

د تورخم له لارې هره ورځ ميليونونه دالرغيرقانوني پاكستان ته وړل كيږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ننگرهارگمرك چارواكي وايي:

په تورخم په بندركې د څارنې د پرمختلليو وسايلو د نشتوالي له كبله هره ورځ ميليونونه دالر غيرقانوني پاكستان ته وړل كيږي، چې دا كار نه يوازې اقتصادي سرخوږي زېږوي، بلكې په سرحدي سيمو كې پاكستانيو كلدارو ته د چلند زمينه هم برابروي.

ويل كيږي، چې په روان كال كې د تورخم بندر له لارې د راكړې وركړې كچه په سلو كې اويا كمه شوې ده.

د ننگرهار گمرك رييس احسان الله كامه وال وايي:

په روان كال كې مو د يوې پرمختللې څارونكې دستگاه په درولو يوه زياته اندازه وسلې او چاوديدونكي توكي نيولي دي.

كامه وال زياتوي:

د دې د ستگاه له درولو او جدي څارنې وروسته حتا د هغو كډوالو په كورنيو وسايلو كې هم  بې كيفيته درمل او سوداگريز توكي نيول شوي، چې افغانستان ته راستنيږي.

د نوموړي په وينا:

په تورخم كې مو د څارونكيو سكنرونو د نشتوالي له كبله هره ورځ په ميليونونو دالر غير قانوني پاكستان ته وړل كيږي، چې په پاكستان كې په كلدارو له بدلولو وروسته بېرته هېواد ته راځي.

د ننگرهار او تورخم گمرك په افغانستان كې لومړنى گمرك دى، چې په ۱۳۸۵ ل كال د اداري فساد او  بروكراسۍ د مخنيوي او كورنيو عوايدو د زياتوالي په موخه د اسكودا په پرمختللي سيستم سمبال شوى دى.

ويل كيږي، چې تراوسه هم د افغانستان په گمركونو كې مالي فساد شتون لري.

Trending

Exit mobile version