تازه خبرونه
د تورخم په جګړه کې درې افغان ساتونکو ته مرګ او ژوبله اوښتې
نوموړي زیاته کړې، چې «تېره شپه ۱۲ بجې پاکستانیو ځواکونو نښته پیل کړه او د ورځې تر ۱۱ بجو روانه وه.»
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په تورخم کې د نښتې پخلی کړی او وایي؛ دا نښته تېره شپه په تورخم کې د پاکستان او افغانستان د سرحدي ځواکونو تر منځ رامنځته شوه، چې په کې یو افغان ساتونکی شهید شوی او دوه نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړې، چې «تېره شپه ۱۲ بجې پاکستانیو ځواکونو نښته پیل کړه او د ورځې تر ۱۱ بجو روانه وه.»
د عبدالمتین قانع د څرګندونو له مخې؛ «لومړی سرحدي ځواکونو د خبرو له لارې هڅه وکړه، چې جګړه ودروي؛ خو دا هڅه بې پایلې شوه؛ نو سرحدي پولیس او دفاعي ځواکونه هم ځوابي بریدونو ته اړ شول، چې په پایله کې یې د مقابل لوري ځینې پوستې ویجاړې شوې او تلفات هم لري.
هغه وایي:« دې لوري ته هم یو سرحدي ساتونکی شهید شوی او دوه ټپیان لرو.»
ویل کیږي، چې اوس ستونزه حل شوې؛ خو د بندې لارې په اړه یې نور څه ندي ویلي.