تازه خبرونه
د تورخم په عمري ښارګوټي کې یوه تاریخي سیمه وموندل شوه
سرچینې زیاته کړې؛ په کشف شوې سیمه کې د بابري او کوشاني تمدن آثار او نښې، پخوانۍ څاګانې، غونډۍ او لرغوني جوړښتونه موندل شوي.
د ننګرهار چارواکو ويلي، چې د تورخم په عمري ښارګوټي کې د کډوالو په کمپ کې دننه د لرغونې دورې یوه تاریخي سیمه کشف شوې ده.
سرچینې زیاته کړې؛ په کشف شوې سیمه کې د بابري او کوشاني تمدن آثار او نښې، پخوانۍ څاګانې، غونډۍ او لرغوني جوړښتونه موندل شوي.
د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیح الله نوراني وایي، چې دا سیمه د عمري کمپ د خدماتو کمیټې په شاوخوا کې موقعیت لري او د سمندر له سطحې څخه ۵۹۷ مټره لوړوالی لري.
هغه زیاته کړې، چې د سیمې یوه مفصله نقشه د سپوږمکۍ له انځورونو څخه د ځانګړې همغږۍ پر کارولو سره چمتو شوې ده.
د ننګرهار چارواکو ويلي، چې د دې سیمې په اړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته د رسمي ثبت لپاره راپور لېږل شوی او د سیمې د خونديتوب لپاره اړینې سپارښتنې شوې دي.
