ساینس او ​​ټیکنالوژي

د تویتر لوګو بدلیږي – ایلان ماسک

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱, ۱۴۰۲)

ایلان ماسک د یکشنبې پر ورځ تویت کړې، چې د تویتر لوګو بدلول غواړي او ډېر ژر به د تویتر له برند او ورو – ورو ټولو مرغانو سره مخه ښه وکړو.

د دغې ټولنیزې شبکې میلیاردر زیاته کړې: که نن شپه د X یوه بشپړه او ښه لوګو پوست شي؛ سبا به یې په ټوله نړۍ کې خپره کړو.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ ماسک د X  ( ایکس ) انځور خپور کړ او وروسته یې د تویتر سپیس په غږیز چت کې وپوښتل، چې آیا د تویتر لوګو به بدله شي که نه؛ ځواب ورکوي او زیاتوي، چې دا کار باید ډېر پخوا ترسره شوی وای.

د اکتوبر په میاشت کې د تویتر له پېرودلو راپدیخوا د ماسک تر عجب مدیریت لاندې دې شرکت خپل سوداګریز نوم  X Corp ته واړاوه، چې د چین WeChat په څیر د دغه میلیاردر لید لوری ځلوي.

د تویتر اوبپاڼه څرګندوي؛ د هغې لوګو، چې یوه هسک رنګه مرغۍ انځوروي، زمونږ د پېژندلو وړ شتمني ده.

یادې اوبپاڼې زیاته کړې: له همدې کبله مونږ ترې پوره ساتنه کوو.

په اپریل کې هسک رنګه مرغۍ پر لنډمهاله توګه پر Inui Dogecoin  سپي بدله شوه او د بازار د دیجیتل اسعارو په ارزښت لوړولو کې یې مرسته وکړه.

ماسک د روانې میاشتې په پیل کې څرګنده کړې؛ تویتر به د هغو ورځنيو تویتونو شمېر محدود کړي، چې بېلابېل حسابونه یې لوستلی شي. د شرکت دا کار د کاروونکیو او بازارموندنې د متخصصینو له پراخو نیوکو سره مخ شو.

دې ورځنيو محدودیتونو سیال پلیت فارم میتاتریدز ته وده ورکړه او په پېنځه پیلیزو ورځو کې یې د نومونو ثبت له ۱۰۰ میلیون ډېر شو.

د سې شنبې پر ورځ د تویتر په اړه یوه پېچلې اندېښنه ثبت شوه ګویا دا شرکت له پخوانیو کارمندانو څخه لږ تر لږه ۵۰۰ میلیون دالره پوړوړی دی. له هغه وخته، چې ماسک تویتر اخیستی؛ دې شرکت د لګښتونو د کمولو لپاره له نیمایي ډېر کاري ځواک هم ګوښه کړی دی.

Trending

Exit mobile version