تازه خبرونه
د تېر کال پر پرتله د ماشومانو لپاره ۶۷ سلنه خوراکي توکي کم شوي
د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې ويلي، نړیواله ټولنه باید دا مهال افغانستان ته شاه نهکړي دغه اداره وايي دي.
په هېواد کې د اوبو کمښت، اقلیمي بدلون او وروستیو وچکالیو د بېوزلۍ کچه پراخه کړې او په ځانګړي توګه یې پر ښځو او ماشومانو منفي اغېز کړی دی.
د ماشومانو د خوندیتوب اداره څرګندوي؛ نړیواله ټولنه باید افغانستان ته شا نهکړي، ځکه افغانستان په نړۍ کې درېیم هېواد دی، چې سږ کال په پرلپسې توګه له وچکالۍ سره مخ دی او ماشومان د قربانیانو په لومړۍ کرښه کې دي.
د دغې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي؛ د دوی د سروې له مخې د تېر کال پر پرتله ۶۷ سلنه ماشومان د خواړو له کمښت سره مخ دي.
په دې وروستیو کې د خواړو نړیوالې ټولنې د بودجې د کموالي له کبله د خپلو مرستو له کمولو خبر ورکړی او وايي، پهدې سختو شرایطو کې دغه ټولنه کولی شي په یوه میاشت کې له درې میلیون کسانو سره مرسته وکړي.
په ورته وخت کې د خوړو نړیوال سازمان وايي، چې د بودیجې د کمښت او د مرسته کوونکو هېوادونو د نه لېوالتیا له امله به په راتلونکو شپږو میاشتو کې اته میلیونه کسانو ته به دمرستو رسولو کې کموالی راشي.
دغه ټولنه کولی شي په یوه میاشت کې درې میلیون کسانو سره مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال فرحان الحق ویلي؛ د بودجې د سخت کمښت له کبله د خواړو نړیواله ټولنه به د سپتمبر په میاشت کې دوه میلیون نور اړمن کسان له خوراکي مرستو بې برخې کړي. په میاشت کې به یوازې۳ میلیون خلکو ته بېړنۍ مرستې چمتو شي. دا ټولنه به د خوراکي توکو مرستې له ۷۵ څخه ۵۰ سلنې ته راکمې کړي. د پلان له مخې په افغانستان کې ۲۱ میلیون اړمنو خلکو ته د مرستې لپاره یو میلیارد دالرو ته اړتیا ده.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري ويلي؛ په هېواد کې د بېوزلۍ د کمولو لپاره پروګرامونه او پلانونه تر لاس لاندې دي، چې تر ټولو مهم یې په هېواد کې د پانګونې جلب او جذب، د کارموندنې پروژې، د خصوصي سکتور پراخول دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د کارګرانو ملي اتحاديه وايي؛ ډېرې کورنۍ د بېوزلۍ له کبله اړ دي، چې په خپلو ماشومانو سخت کارونه وکړي او د دغه ډول ماشومانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی.