تازه خبرونه
د جام لرغوني منار تر څېرمه لسګونه لرغوني آثار وموندل شول
د غور ولایت سیمهییز چارواکو څرګنده کړې؛ د دغه ولایت د جام لرغوني منار په اړوند سیمه کې د کېندلو پر مهال ۳۵ لرغوني آثار موندل شوي دي.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاريخي آبداتو رييس مل پاسوال نظام الدين ابراهيمي رسنيو ته ويلي، چې له څه مودې راپدیخوا د غور د جام لرغوني منار د ساتنې او استحکام لپاره کار روان دى او دا کار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپوهنې د انجینرانو تر څارنې لاندې پر مخ ځي.
د ابراهیمي د معلوماتو له مخې، د جام لرغونی منار په سیمه کې د کېندنې له کار څخه ۱۵ فلزي سکې او د خټینو پړانګانو ۲۰ ټوټې، چې پر غالب ګومان د غوریانو د دورې دي، موندل شوي دي.
ابراهيمي زیاته کړې؛ دغه آثار د لرغون پېژندنې د انجنيرانو لخوا د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ سيمه ييز موزيم ته سپارل شوي دي.
د جام تاريخي منار د دغه ولايت له لرغونو تاريخي آبدو څخه دى، چې د وخت پر تېرې دو ډېر زيانمن شوى دى.
د يادونې وړ ده، چې جام منار د غور ولايت د غرنۍ سيمې شهرک په ٦٢ کيلومترۍ حام کلي کې موقعيت لري؛ دا هغه ځای دی، چې د جام سيند له جنوب څخه شمال ته د هريرود پر سیند ورګډیږي او دا منار یې تر څنګ جوړ شوی دی.
دغه منار په ۱۲ پېړۍ کې جوړ شوی او ۶۵ متره لوړوالی لري. په ۲۰۰۲ ز. کال کې د یونسکو نړیوال میراث مرکز د نړۍ د فرهنګي میراثونو په نوملړ کې د دې منار د ثبتولو غوښتنه وکړه. دا لرغونی منار د هند په نوي ډیلي کې له قطب منار وروسته په نړۍ کې د خښتو تر ټولو لوړ منار دی.