سیمه ییز خبرونه

د جاپاني الاصله افغان تتسو ناکامورا څلې او پارک ګټي اخستنې ته وسپارل شو

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۰, ۱۴۰۱)

د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار په لومړې ناحیه کې د څلور اعشاریه نهه میلیون افغانیو پر لګښت د جاپاني الاصله افغان تتسو ناکامورا څلې او پارک ګټي اخستنې ته وسپارل شو.

ننګرهار ښاروالۍ ویلي؛ دا څلې او ورسره د دوه سوه شپېته متره پر اوږدوالي پارک يې د ښاروالۍ پر لګښت رغولی، ۱۷ کسان یې د څارنې او پالنې نده ترسره کوي.

د ننګرهار ښاروالۍ د ودانیزو چارو انجنیر دوست محمد ویلي؛ دا پارک بهسود پله ته نږدې جوړ شوی، چې دوه سوه شپېته متره اوږدوالي او شپږ نیم متره پلنوالی لري، چې د يو شمېر نورو اړینو ملحقاتو له لرلو سره رغول شوی دی.

دغه راز ننګرهار ښاروالۍ مسوولین ولس ته ډاډ ورکوي، چې په ښار کې به دې ته ورته له نورو پارکونو هم په ښه شان پالنه او څارنه وکړي.

د ننګرهار ښاروال نعمت الله آخوندزاده د ناکامورا له ترسره شویو خدمتونو ستاینه وکړه او  ځای خلکو ته يې د جمهوریت د وخته د ښاروالۍ له لورې د  پاتي پروژو د بشپړیدو ډاډ ورکړ.

د جاپانی موسسي pms مرییس دیدار ولسي وګړیو ته د تتسو ناکامورا له لورې د پیل شویو ټولو پروژو او يو شمېر نوو پروژو د پیل او بشپړیدو په اړه ډاډ ورکړ.

ځایي خلک د  ښاروالۍ له لوري د ناکامورا نومي جاپاني الاصله افغان یا کاکا مراد د څلي او پارک رغولو چاره ستايي.

د ننګرهار اوسیدونکی سلیم جهان خوښ دي، چې په افغان ټولنه کې د داسې يو خدمتګار شخص د نوم ساتنې لپاره اسلامي امارت دغه ډول اقدام وکړ.

تتسو ناکامورا يو چاپانی افغان و، چې د دې ولایت په کامه، ښيوه، دره نور او يو شمېر نورو سیمو کې يې د کرنې، روغتیا او اوبو رسونې په برخه کې د چاپانۍ موسسي PMS  په رهبرۍ ګڼې رغنیزې پروژې پلې کړې، چې د ښه کار له کبله ورته د وخت د حکومت د مسوولینو له لورې د افغانستان تابیعت هم ورکړ شوی و او ولس هم کاکا مراد ونوماوه؛ خو د وخت له تېریدو سره د تېر جمهوري نظام تر واک لاندې جلال آباد ښار کې د ناپېژنده وسلوالو له لوري له خپلو څو افغان ساتونکیو سره يو ځای ترور شو.

Trending

Exit mobile version