بی بی سی پښتو

د جاپان شهزادګۍشاهي مقام پرېښود او واده یې وکړ

Published

on

Getty Images
د سې شنبې پر ورځ دې جوړې خبري غونډه وکړه.

د جاپان شهزادګۍ ماکو له خپل شاهي حیثیته تېره شوه او د محصلۍ دورې له ملګري کيې کومورو سره یې واده وکړ.

د جاپاني قانون له مخې د شاهي کورنۍ ښځینه غړې له یوه عام سړي سره له واده وروسته خپل شاهي حیثیت له لاسه ورکوي، خو د نارینه غړو شاهي حیثیت بیا پر ځای پاتې کېږي.

اغلې ماکو دغه راز د واده له شاهي مراسمو تر سره کولو هم ډډه کړې او هغه پیسې یې هم نه دي اخیستې چې واده وروسته د شاهي کورنۍ نجونو ته ورکول کېږي.

نوموړې د شاهي کورنۍ لومړنۍ ښځینه غړې ده چې له واده وروسته له دا ډول مراسمو او د پیسو له اخیستلو انکار کوي.

تمه کېږي چې دا جوړه به له واده وروسته د اوسېدو لپاره امریکا ته لاړ شي، چې ښاغلی کومورو پکې د مدافع وکیل په توګه دنده لري.

Getty Images
د دې واده پر ضد احتجاج هم شوی

یو شمېر جاپانیانو په خواله رسنیو او ځايي ورځپاڼو کې د نوموړي په هکله نیوکې هم کړې او د بېلګې په توګه د هغه د سر وېښتو پر کوڅۍ جوړولو اعتراضونه وشول، چې ګواکې له یوې شهزادګۍ سره د واده کوونکي لپاره مناسب نه دي.

د سې شنبې پر ورځ د دې جوړې د واده پر ضد احتجاج هم شوی دی.

بل لور ته پر همدې سه شنبه اغلې ماکو په یوه خبري غونډه کې وویل، که د دې د واده له کبله کومه ستونزه رامنځته شوې وي، بخښنه غواړي. هغې زیاته کړه:

که کوم ناسم پوهاوی رامنځته شوی وي، بخښنه غواړم… او له هغو ټولو مننه کوم چې پرلپسې یې زموږ ملاتړ وکړ.

د این ایچ کي په رپوټ کې بیا د نوموړې له قوله ویل شوي:

زما لپاره کي بې بدیله دی، واده زموږ لپاره اړین و.

Getty Images
شاهزادۍ ماکو د واده پر ورځ توکیو کې له کوره وتلو مخکې له خپلې خور شاهزادۍ کاکو سره مخه ښه کوي.

ښاغلي کومورو بیا په دې هکله وویل، له اغلې ماکو سره مینه کوي او غواړي ژوند له هغې سره ګډ تېر کړي.

نوموړي وویل:

زه له ماکو سره مینه کوم. موږ یوازې یو ځل ژوند لرو، او زه غواړم موږ یې له هغه چا سره تېر کړو، چې مینه ورسره لرو.

د اې ایف پي رپوټ کې د نوموړي له قوله ویل شوي، چې د ناوړه تورونو له کبله د اغلې ماکو ذهني او فزیکي وضعیت ته خواشینی و.

Trending

Exit mobile version