تازه خبرونه

د جبل سراج د برښنا بند پرانیستل شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د جبل سراج د برښنا بند د امریکا د متحده ایالاتونو لخوا د دوه میلیون او اته سوه زره دالرو پر لگښټ د څلور کلونو په موده کې بشپړ شو.
د دي ولسوالۍ اوسیدونکي وایې د دي بند توربینونه زاړه دي او د برېښنا د تولید توان نلري که څه هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې زیاتې اوبه او واړه سیندونه موجود دي، خو دا هېواد د برښنا له لږوالی سره مخ دی.
ويل كيږي، چې افغانستان هر کال په میلیونونه دالر د برښنا د پېريدلو لپاره گاونډ هېوادونه ته ورکوي.
د پروان والي بصیر سالنگې وايي:
د دي برښنایې بند په فعالیدو اقتصادي پرمختگ رامنځته او یو زیات شمېر کسانو ته به کاري زمینه برابره شي.
د امین کاپیسا د شرکت مسوول غلام عباس نیازی وايي:
د جبل سراج د زاړه برښنا بند ترڅنگ، چې فعالیت نلري د امریکا پر مالٍي لگښټ د برښنا نوی بند رغول شوي، چې نه یوازې د کورنیو د ستونزي په حل كې، بلکې د اقتصادي برمختگ لپاره هم گټور كار دى.
د پروان اوسیدونکی عبدالله حق ولی زاده وايي:
که څه هم د دې بند د رغولو کار نه دی بشپړ شوي، خو د شبکې او نورو سیمو ته د لینونو د غزولو کار نه دی پيل شوي. له همدې كبله د دي سیمې اوسیدونکي په لنډ مهاله توگه د برښنا په درلودلو خوښ نه دي.
ویل کیږي دا بند ۲۵۰۰ کیلوات برښنا تولیدوي، چې د پېنځه توربینونو په فعالیدو به یې ۱۵۰۰ کورنۍ له برښنا برخمنې شي.

Trending

Exit mobile version