نړۍ
د جرمني، فرانسې او ایتالیا مشرانو کیف ته سفر کړی
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، د جرمني صدراعظم اولاف شولتز او د ایتالیا صدراعظم ماریو دراګي د پنجشنبې پر ورځ له اوکراین څخه د ملاتړ څرګندولو لپاره کیف ته ګډ سفر کړی دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ کیف ته د دوی پر دغه ګډ سفر څو اونیز کار شوی دی، چې موخه ترې د اوکراین دننه له روسیې سره د جګړې په اړه د دوی د غبرګون په اړه د نیوکو لرې کول دي.
مکرون، شولتز او دراګي د فرانسې، جرمني او ایټالیا مشران له پولنډ څخه په اورګاډي کې د اوکراین پلازمېنې کیف ته رسیدلي دي.
ټاکل شوې، چې اروپايي کمیسیون د جمعې پر ورځ (د غبرګولي پر اووه ویشتمه) د اروپايي ټولنې د غړیتوب لپاره د اوکراین د دریځ په اړه یو وړاندیز وکړي؛ خو تر اوسه د اروپا سترو هېوادونو پدې اړه ډېره لیوالتیا نده ښودلې.
مکرون کیف ته له رسېدو سره سم ویلي؛ دا یوه اړیمه شېبه ده. دا د یووالي پیغام دی، چې مونږ یې اوکراینیانو ته وړاندې کوو.
د چارشنبې پر ورځ رومانیا ته د سفر په بهیر کې مکرون ویلي وه؛ اوس د اروپا لپاره ښه وخت دی، چې د اروپايي اتحادیې د اهدافو په اړه اوکراین ته ډاډ ورکړي.
هغه پرته له دې، چې جزئیاتو ته ورشي څرګنده کړې: مونږ په داسې یو ځای کې یو، چې د اوکراین خلکو ته روښانه سیاسي پیغامونه وړاندې کړو، چې دمګړې یې خپل تاریخي مقاومت روان ساتلی دی.
کیف فرانسه، جرمني او تر یوې کچې ایټالیا اوکراین ته د مرستې پر ځنډولو تورن کړي او ویلي یې دي، چې دوی د وسلو په سپارلو کې سستي کړې او د اوکراین آزادۍ او امنیت ته یې د خپلې هوساینې پر پرتله لومړیتوب ورکړی دی.
تمه کیږي، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د اروپا له دغو مشرانو څخه غواړي، چې د روسیې تر فشار لاندې اوکرایني سرتېرو سره نوې او درندې مرستې وکړي.
