نړۍ
د جرمونو نړیواله محکمه په اوکراین کې د روسیې پر جنګي جرمونو څېړنه کوي
(Last Updated On: کب ۱۲, ۱۴۰۰)
د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) څارنوال د چارشنبې پر ورځ ویلي؛ په اوکراین کې به ډېر ژر د روسیې د احتمالي جنګي جرمونو په اړه څېړنه پیل شي.
د راپورونو له مخې؛ په اوکرایین کې د روسیې له روان هر یواوونیز اړخیز بریده زرګونه کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي روسیه د جنګي جرمونو پر ترسره کولو تورنه کړې ده.
د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان په دې اړه ټویټ کړی، چې رسمي څېړنې به په اوکراین کې د ۳۹ دولتي بنسټونو د غوښتنو له ترلاسه کولو سره سمې پیل شي.
دا محکمه هغه اشخاص محاکمه کوي او څاري، چې د دولتونو له لاسرسی وتلي او د نړیوالې ټولنې لخوا په خورا جدي جرمونو تورن وي.
د بي بي سي د راپور له مخې؛ اوکرایني چارواکو ویلي، چې د روسیې د یرغل له پیل راپدیخوا له ۲۰۰۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي.