سیمه ییز خبرونه
د جلال آباد ښار په صرافۍ مارکت کې چاودنه شوې
(Last Updated On: ليندۍ ۱۵, ۱۴۰۱)
نن څه کم دوه بجې د ننګرهار ولايت مرکز جلال آباد ښار په صرافۍ مارکيت کې چاودنه رامنځته شوې ده.
د ننګرهار ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي؛ نن څه کم دوه بجې د ننګرهار ولايت مرکز جلال آباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د تالاشۍ چوک په صرافۍ مارکيت کې د ځای پر ځای شويو چاوديدونکیو توکو د چاودنې له کبله شپږ ملکي وګړي ټپيان شوي، چې روغتیایي حالت یې ښه دی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ امنيتي مسوولينو د پېښې څرنګوالي او د مجرمينو د نيولو په موخه هڅې پيل کړي دي.
عيني شاهدان وايي پيښه د صرافانو په بولۍ کې رامنځته شوې، چې په کې يو شمېر کسان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار حوﺯوي روغتون ځينې سرچينو آريانانيوﺯ ته ويلي، چې د پېښې له ځايه ورته نهه ټپيان ورلېږدول شوي؛ خو امنیتي ادارو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ويلي.
تر دې دمه د پېښې پړه هیچا نده منلې.