Connect with us

نړۍ

د جمهوري غوښتونکیو بودجه ردولو د امریکا حکومت د ړنګېدو له ګواښ سره مخ کړ

خپور شوی

د

د جمعې پر ورځ د امریکا په ولسي جرګه کې سخت دریځو جمهوري غوښتونکیو د حکومت د لنډمهالي تمویل لپاره وړاندیز شوې بودجه رد کړه، چې ورسره د یکشنبې پر ورځ د فدرالي ادارو د بندېدو شونتیا تړلې ده.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا ولسي جرګې د ۲۳۲ موافقو او ۱۹۸مخالفو رایو د ۳۰ ورځو لپاره د حکومت د بودجې د غزېدو وړاندیز رد کړ او د هغې د بندیدو پرېکړه یې وکړه. دا لایحه لګښتونه کموي او مهاجرت به محدود کړي.

جمهوري غوښتونکي د ۲۲۱ غړیو پر لرلو ولسي جرګه څاري. که د یکشنبه د ورځې د شرقي وخت تر ۱۲:۰۱ پورې ونه‌غزول شي؛ نو ملي پارکونه، تر۴ میلیون فدرالي کارمندانو معاشونه او هر څه له مالي څارنې نیولې تر پوهنیزو څېړنو پورې هرڅه به ودرول شي.

له رایې ورکولو وروسته د ولسي جرګې رییس کیون مک کارتي وویل، چې جرګه اوس هم کولی شي د محافظه کارو پالیسیو پرته، چې دیموکراتان یې له ځانه ګوښه کړي؛ د بودجې تمدید تصویب کړي، خو په اړه یې له څه ویلو ډډه وکړه. تمه ده، چې دغه پارلمان به د شنبې پر ورځ لا زیاتې رایې واچوي.

هغه خبریالانو ته وویل: له کاره لاس پرسر کېدا یوازې د ناکامۍ معنا لري.

دا څرګنده نده، چې آیا مشرانو جرګه یا سنا به پخپل وخت عمل وکړي او که نه. جرګه باید د شنبې پر ماسپښین دوه ګوندیزه لایحه، چې د نومبره تر ۱۷ به حکومت تمویلوي ؛ بیا کتنه وکړي، خو د کړنلارې له مخې د سې شنبې تر ورځې پورې به وروستۍ رایې وځنډوي.

د امریکا د خزانې وزیر جینت یلن د جمعې پر ورځ ویلي، چې د حکومتي کارونو د بندېدا شونتیا به د امریکا اقتصادي پرمختګ او کوچنۍ سوداګري او د ماشومانو پروګرامونه اغېزمن کړي او کولی شي د سترو بېخبناوو بیا رغونه وځنډوي.

دا به په تېره یوه لسیزه کې د بودجې څلورم خنډ او ځنډ وي.

د امریکا ولسمشر جوبایدن خبرداری ورکړی، چې دغه بندیز به وسله‌والو ځواکونو ته درانده زیانونه واړوي.

دیموکرات بایدن د مارک میلي د تقاعد په مراسمو کې ویلي: مونږ په داسې حال کې، چې سرتېرو مو ځانونه سبر کړي سیاست وکړو.دا له وظیفې څخه په کلکه سرغړونه ده.

نړۍ

افغان زده‌کړیالان بېرته ټولګیو ته ستنېدی شي- د سند عالي محکمې پرېکړه

دا پرېکړه داسې مهال رامنځته شوې، چې د پاکستان د طبي پوهنتونونو او د غاښونو څانګو شورا روانه میاشت ښوونیزو مرکزونو ته امر کړی و، چې له افغان زده‌کړیالانو سره افغانستان ته د ستنېدو لپاره چمتووالی ونیسي او په روان ښوونیز کال کې د نویو افغان زده‌کړیالانو له منلو او لېږدولو ډډه وکړي.

Published

on

د پاکستان د سند ایالت عالي محکمې د سې‌شنبې پر ورځ یوه طبي پوهنتون ته امر کړی، چې افغان زده‌کړیالان بېرته ټولګیو ته پرېږدي او د هغو افغان زده‌کړیالانو لپاره یې لنډمهالی قضایي ملاتړ هم غځولی، چې افغانستان ته د ستنېدا له امر سره یې مخالفت کړی دی.

دا پرېکړه داسې مهال رامنځته شوې، چې د پاکستان د طبي پوهنتونونو او د غاښونو څانګو شورا روانه میاشت ښوونیزو مرکزونو ته امر کړی و، چې له افغان زده‌کړیالانو سره افغانستان ته د ستنېدو لپاره چمتووالی ونیسي او په روان ښوونیز کال کې د نویو افغان زده‌کړیالانو له منلو او لېږدولو ډډه وکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، هغه زده‌کړیالان، چې معتبرې ویزې لري او په رسمي پېژندل شویو زده‌کړیزو پروګرامونو کې شامل دي؛ کولی شي خپلې زده‌کړې بشپړې کړي. دې موضوع د طبي شورا د پرېکړې د پلي کېدا د څرنګوالي په اړه پوښتنې راولاړې کړې دي.

د سند عالي محکمې له دې مخکې هم د سېپټمبر پر څوارلسمه د هغو زده‌کړیالانو پر وړاندې د یادې پرېکړې پلي کېدل درولي وه، چې پرې اعتراض شوی و.

د سې‌شنبې ورځې په غونډه کې د زده‌کړیالانو وکیل ویلي، چې د سند جناح طبي پوهنتون افغان زده‌کړیالانو ته ټولګیو ته د ننوتلو اجازه نه‌ورکوي؛ د هغوی بایومټریک لاسرسی یې غیرفعال کړی او له لیلیو څخه یې د ایستلو لپاره هم اقدام کړی دی.

محکمې امر کړی، چې ټولګیو او لیلیو ته د زده‌کړیالانو لاسرسی بېرته فعال شي او تر راتلونکې غونډې پورې دې د هغوی د زده‌کړو بهیر نه‌درول کېږي.

د ځینو زده‌کړیالانو وکیل افتخار شاه ویلي، د دې قضایي د ملاتړ په یوه قضیه کې ۲۹ او په بله قضیه کې درې زده‌کړیالان رانغاړي.

د افغان زده‌کړیالانو قضیه داسې مهال روانه ده، چې د پنجاب او خیبر پښتونخوا محکمو هم په جلا قضیو کې د یو شمېر افغان زده‌کړیالانو او ډاکټرانو لپاره لنډمهالی قضایي ملاتړ صادر کړی دی؛ خو د بلوچستان عالي محکمې د یو شمېر افغان وګړو هغه غوښتنه رد کړې، چې غوښتل یې خپلې زده‌کړې او طبي روزنه روانه وساتي.

همدارنګه په اسلام‌آباد کې یوې محکمې هم د یوه افغان ډاکټر ملاتړ کړی، چې د تخصص په دوره کې زده‌کړې کوي. د دغو محکمو پرېکړو تر اوسه په ټول پاکستان کې د افغان زده‌کړیالانو او ډاکټرانو وضعیت بښپړ روښانه کړی نه‌دی.

د سندهـ د قضیې ځینې زده‌کړیالان د افغان وګړو لپاره د پاکستان د حکومت له بورسونو څخه پر ګټه اخیستنې زده‌کړې کوي. دوه ښځینه زده‌کړیالانې، چې تمه ده په ۲۰۲۷ز. کال کې د کراچۍ له یوې طبي څانګې څخه فارغې شي؛ وایي، چې د زده‌کړو له بشپړېدا مخکې بېرته ستنېدل یې د زده‌کړو د درېدلو لامل کېدی شي.

دا موضوع د ښځینه زده‌کړیالانو لپاره ډېره اړینه ده؛ ځکه په افغانستان کې د اسلامي امارت له‌خوا د ښځو لوړو او طبي زده‌کړو ته لنډمهاله اجازه نه ورکول کېږي.

Continue Reading

نړۍ

د صربستان ولسمشر له پارلماني ټاکنو مخکې له دندې ګوښه شو

ووچیچ، چې د ولسمشرۍ دوه‌یمه او وروستۍ پېنځه کلنه دوره یې تېروله؛ د خپل دوه‌یم پړاو له پای ته رسېدا شاوخوا اووه میاشتې مخکې له دندې ځان ګوښه کړ.

Published

on

د صربستان ولسمشر الکسانډر ووچیچ د یکشنبې پر ورځ له خپلې دندې استعفا وکړه او له دې سره یې په دې هېواد کې له وخت مخکې د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدا زمینه برابره کړه.

ووچیچ، چې د ولسمشرۍ دوه‌یمه او وروستۍ پېنځه کلنه دوره یې تېروله؛ د خپل دوه‌یم پړاو له پای ته رسېدا شاوخوا اووه میاشتې مخکې له دندې ځان ګوښه کړ.

نوموړي دا کار په داسې حال کې کړی، چې د صربستان له وخت مخکې پارلماني ټاکنې د اوکټوبر پر پېنځه‌ویشتمه ترسره کېږي.

ووچیچ ویلي، که د صربستان د پرمختګ غوښتونکي ګوند (SNS) پر مشرۍ نوی حکومت جوړ شي؛ ښايي دی لومړی وزیر وټاکل شي.

د صربستان د اساسي قانون له مخې، د دغه هېواد د پارلمان اوسنۍ مشره آنا برنابیچ به د نوي ولسمشر تر ټاکل کېدا پورې د لنډمهالې ولسمشرې دنده ترسره کوي.

د ولسمشرۍ ټاکنې باید تر ډېره په ۹۰ ورځو کې ترسره شي.

راتلونکې پارلماني ټاکنې به د صربستان د پرمختګ غوښتونکی ګوند او د هغه متحدین د زده‌کړیالانو له «زده‌کړیالان بریالي کېږي» غورځنګ او د لویدیځ پلوو مخالفو ګوندونو له ائتلاف سره مخ کړي.

ووچیچ، چې له څه باندې یوې لسیزې راپدېخوا د صربستان د سیاست له مهمو څېرو څخه دی؛ په ۲۰۱۷ز.کال کې ولسمشر وټاکل شو.

د هغه منتقدانو او د بشري حقونو ځینو ډلو د هغه حکومت د واک د زیات تمرکز پر هڅه تورن کړی؛ خو د صربستان چارواکو دغه تورونه رد کړي دي.

د ووچیچ استعفا په داسې وخت کې رامنځته شوې، چې صربستان د ۲۰۲۴ز.کال په نومبر کې د نووي‌ساډ ښار د بیا رغول شوي ریل‌ګاډي تمځي د سیوري د چت له نړېدا وروسته د زدهکړ‌یالانو او د حکومت د مخالفانو له پراخو لاریونونو سره مخ شوی دی. په دغه پېښه کې ۱۶ کسان مړه شول.

ووچیچ د یکشنبې پر ورځ هم اعلان وکړ، چې ۴۹ کسان، چې د لاریونونو په تړاو نیول شوي یا محاکمه شوي وه، د فعالانو او د هغه د یو شمېر پلویانو په ګډون؛ له بښنې برخمن کړي دي.

Continue Reading

نړۍ

ټرمپ د هرمز تنګي د پرانیستلو او د جګړو د پای ته رسولو وړاندیز رد کړ

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی؛ ایران دغه وړاندیز په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پر مهال مطرح کړی او څرګندوي، چې وړاندیز د قطر د منځګړو له لارې امریکايي لوري ته رسول شوی دی.

Published

on

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او په منځني ختیځ کې د جګړو د پای ته رسولو په اړه یې د ایران وړاندیز رد کړی دی.

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی؛ ایران دغه وړاندیز په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پر مهال مطرح کړی او څرګندوي، چې وړاندیز د قطر د منځګړو له لارې امریکايي لوري ته رسول شوی دی.

د ایران د وړاندیز له مخې، د هرمز سټراټیژیک تنګی به په اووه ورځو کې بېرته پرانیستل شي او په سیمه کې به جګړې ودرول شي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي:« زه د هغوی وړاندیز ردوم، ما د هغوی هوکړه رد کړې ده.»

هغه ادعا کړې، چې ایران د هرمز تنګي د سمدستي پرانیستلو لپاره د هوکړې هڅه کوي؛ ځکه، چې د ده د څرګندونو له مخې، ایران له دغه تنګي څخه د عوایدو د کمېدو له کبله له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

د راپور له مخې؛ امریکا پر ایران اقتصادي بندیزونه لګولي، چې پر تهران فشار راوړي او د هرمز تنګي خپل بندیز پای ته ورسوي. د تنګي له بندېدو سره د دې مهمې بحري لارې څخه د بېړیو د تګ راتګ په کچه کې د پام وړکمی راغلی دی.

وال‌سټریټ ژورنال هم مخکې راپور ورکړی و؛ ټرمپ د ایران وړاندیز رد کړی او د امریکا یو شمېر چارواکو ویلي، چې نوموړی په دې اړه شکمن دی، چې ایران به د امریکا غوښتنې ومني.

د امریکا یوه چارواکي له دې مخکې ویلي وه، چې د منځګړو له لارې له ایران سره خبرې« مثبتې او رغنده» وې.

په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جمعې پر ورځ په ملګرو ملتونو کې خبریالانو ته ویلي؛ که امریکا د هوکړې او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره جدي چمتووالی ولري، د دې کار لپاره ټول شرایط برابر دي.

عراقچي زیاته کړې، که امریکا هوکړه وکړي؛ ښکېل لوري کولی شي د دواړو خواوو پر منل شویو موضوعاتو پراخې خبرې پیل کړي، چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې هم په کې شاملېدی شي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم ویلي، چې تهران د خپل اټومي پروګرام او نورو موضوعاتو په اړه خبرو ته چمتو دی؛ خو« زور او فشار» نه مني.

پزشکیان ټینګار کړی، چې ایران د جګړې غوښتونکی نه دی؛ خو د فشارونو، ګواښونو او بریدونو پر وړاندې به له ځان څخه دفاع وکړي.

رویټرز څرګنده کړې؛ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماسۍ پخوانۍ هڅې هم بریالۍ شوې نه‌دي. د راپور له مخې، جګړه د فبرورۍ پر اته‌ویشتمه د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته پیل شوې او له هغې راپدېخوا د جګړو د درېدلو او بیا پیل ترمنځ روانه ده.

د راپور له مخې، په دې موده کې زرګونه کسان وژل شوي؛ د ایران دودیز پوځي ځواکونه کمزوري شوي او د دغه هېواد له مخکې کمزوری اقتصاد هم زیانمن شوی دی.

ایران او د هغه متحدینو هم د سیمې په بېلابېلو برخو کې بریدونه کړي دي. ایران په خلیجي هېوادونو کې د امریکا پر متحدینو د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي او په یمن کې یې حوثي متحدینو د سعودي عربستان پر ګټو بریدونه کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!