نړۍ
د جنوبي کوریا د اپوزیسیون مشر پر چاړه ووهل شو
د جنوبي کوریا د اپوزیسیون دیموکراتیک ګوند چارواکو اعلان وکړ، چې د دې ګوند مشر لی جائه میونګ د سې شنبې پر ورځ سویلي ښار بوسان ته د سفر پرمهال په غاړه کې پر چاړه وهل شوی او د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شو.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د دیموکراتیک ګوند ویاند کوون چیل سونګ ویلي: لي، چې د ۲۰۲۲ کال ولسمشریزې ټاکنې یې پر لږ توپیر له لاسه ورکړې وې؛ پرځمکه راونهلوېده او د پوسان ملي پوهنتون په روغتون کې له بېړنۍ درملنې وروسته د سیول ملي پوهنتون ته ولېږدول شو.
د پوسان ملي پوهنتون روغتون یوه چارواکي رویټرز ته ویلي، چې سیول ته یې لېږدول له هغې وروسته شوني شول، چې ډاکټرانو د هغه حالت ژوند ته ګواښوونکی ونهښود.
کوون چیل سونګ، چې روغتون ته د لی له لیږدولو سمدستي وروسته بهر او د خبرو پر مهال یې وویل: د پوسان ملي پوهنتون روغتون کارمندانو هغه رګ ته شونی زیان تشخیص کړی، چې له سر څخه زړه ته وینه لیږدوي.
کوون ویلي: د طبي کارمندانو د څرګندونو له مخې؛ دا اندېښنه شته، چې ستره وینه بهېدنه یا اضافي وینې بهیدل شونې وي.
د بریدګر برید، چې په ویډیوګانو او انځورونو کې لیدل کیږي، چې لی په بوسان کې د هوايي ډګر د جوړولو د پروژې له ساحې چټکه لیدنه کوله.
بریدګر،چې ګومان کیږي ۵۰ کلن یا ۶۰ کلن وي او د لي پر نوم یې یو کاغذ اغوستی و؛ نږدې راغی په داسې حال کې، چې لي د خپلو پلویانو او خبریلانو تر منځ خبرې کولې د لاسلیک غوښتنه وکړه. لږ مکې شو او بیا یې پرې د چاړې برید وکړ.
ویډیوګانې ښیې، چې بریدګر لاس اوږدږي او لي په غاړه کې پر چاړه وهي، چې له برید سره لي شاته ځي او وروسته پر ځمکه راغوځیږي.
خبري انځورونه ښیي، چې لي پر ځمکه پروت دی؛ سترګې یې تړلي، وینه بهیږي او خلک یې د ینې تویېدو د مخنیوي هڅې کوي.
د لي یو ملاتړی جین جونګ هوا، چې د پېښې په ځای کې و او مراسم یې پر ژوندۍ بڼه رویټرز ته وړاندې کول وویل، چې هلته لسګونه پولیس افسران ولاړ ول.
ویډیو وښودله، چې برید کوونکی د پولیسو په ګډون د خلکو لهخوا ونیول شو.
بوسان ایلبو ورځپاڼې راپور ورکړی، چې هغه د برید د انګیزې په اړه د پولیسو پوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه وکړه.
