کوید۱۹
د جو بایدن د کرونا کتنه منفي شوه
(Last Updated On: زمری ۱۶, ۱۴۰۱)
د سپینې ماڼۍ داکترانو د شنبې پر ورځ (د زمري پېنځلسمه) څرګنده کړې، چې د امریکا د ولسمشر جوبایدن د کرونا ویروس د کتنې پایله له څو ورځو راپدیخوا مثبته وه او اوس منفي شوې ده.
د رویترز په ډاګه کړې؛ داکتر کوین اوکانر په یوه لیک کې ویلي، چې بایدن به تر هغې قرنطین وي، چې د دوه یم کتنه یې هم منفي شوې نه وي.
د امریکا د ۷۹ کلن ولسمشر، چې د جولای پر ۲۱ یې د کووید – ۱۹ کتنه مثبته ښودل شوې وه؛ له دوه اوونیز قرنطین وروسته یې د بلې کتنې پایله د جولای پر ۳۰ بیا مثبته شوه.
داکتر کوین اوکانر وایي، چې دا “بیا راګرزېدل” د ناروغانو په خورا لږ سلنه کې یوه نادره پېښه ده، چې د کرونا ضد پکسلووید اخلي.