نړۍ

د جو بایډن سرطان نورو برخو ته خپور شوی او ډېر درد لري – بایډن زوی

هنټر بایډن له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې ویلي، سرطان یې هډوکو او د بدن نورو برخو ته خپور شوی دی.

Published

on

د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن زوی هنټر بایډن ويلي؛ د پلار د پروسټاټ سرطان د هغه د بدن نورو برخو ته خپور شوی، چې ډېره دردوونکې ‌ده.

هنټر بایډن له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې ویلي، سرطان یې هډوکو او د بدن نورو برخو ته خپور شوی دی.

نوموړي د خپل پلار ناروغي «ډېره دردونکې» او «له ډېرو اړخونو کمزورې کوونکې» بللې ده.

د ۸۳ کلن جو بایډن ویاند د شنبې پر ورځ د هنټر بایډن د څرګندونو په اړه له نظر ورکولو ډډه کړې ده.

جو بایډن د ۲۰۲۵ز.کال په مې میاشت کې د سپینې ماڼۍ له وتلو څخه څه کم څلور میاشتې وروسته اعلان وکړ، چې د پروسټاټ پر یوه «شدید» ډول سرطان اخته شوی دی.

هغه هغه مهال ویلي وه، چې سرطان یې هډوکو ته هم خپور شوی دی.

د بایډن ویاند د تېر کال په اوکټوبر کې ویلي وه، چې نوموړی د وړانګو او هورموني درملنې لاندې دی.

بایډن په ۲۰۲۰ز.کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو له بریا وروسته د امریکا تر ټولو ډېر عمر لرونکی کس و،  چې ولسمشر وټاکل شو. له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې د هغه د ولسمشرۍ پر مهال د هغه د جسمي وضعیت او ذهني وړتیاوو په اړه هم ډېرې پوښتنې او بحثونه مطرح شول.

بایډن د جون په میاشت کې د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ کتابتون د پرانیستې په مراسمو کې، چې په شیکاګو ښار کې ترسره شول؛ ګډون وکړ. نوموړی له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۷ز.کال پورې د اوباما په حکومت کې د امریکا مرستیال ولسمشر و.

ټاکل شوې، چې د جو بایډن د ولسمشرۍ د دورې خاطرات به د نومبر پر اووه‌لسمه خپاره شي.

Trending

Exit mobile version