تازه خبرونه

د جګړې لیکو ته د خوشې کېدونکیو طالبانو د بیا ورګرزیدنې ډاډ نلرو- د بشر حقونو کمیسیون

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۷, ۱۳۹۹)

د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمیسیون د زرګونه طالب بندیانو د خلاصون کړنلارې په تړاو اندېښنه ښیي او وايي؛ داسې ډاډ نشته، چې خوشې کېدونکي طالبان دې بیا جنګي لیکو ته نه ورګرزي.

د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمیسیون رئیسه وایي، له بندیانو اخیستل شوي تضمینونه ډېر کمزوري دي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې شهزاد اکبر آریانا نیوز ته ویلي؛ له دې زندانیانو اخیستل شوي تضمینونه ډېر کمزوري دي او لیدل کیږي، چې خوشې شوي طالبان ژر جنګي لیکو ته ور ګرزي.

د لغمان د ملي امنیت لوی مشر غلام حیدر رحمان زوی ویلي، د حکومت له بنده تازه یو آزاد شوی طالب قاري روح الله په لغمان ولایت کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په نښته کې ټپي شوی دی.

ویل کیږي؛ دی تازه له زندانه خوشې شوی او د کابل – جلال آباد لویې لارې ناامنه کولو ته ګمارل شوی و، چې له افغان ځواکونو سره په نښته کې ټپي شوی. په دې نښته کې د نوموړي ۱۶ ملګري وژل شوي او د ده په ګډون شپږ نور ټپیان دي.

طالبان بیا دا نه مني، چې خوشې شوي ملګري یې بیا جګړې ته ورګرزېدلي او پر حکومت تور لګوي، چې د بندیانو د خلاصون بهیر په تړاو پلمې لټوي.

د بغلان امنیه قومندان منظور ستانکزي ویلي، چې له همدې کبله امنیتي ځواکونه د دوی پر آزادولو بې باوره دي.       

په لغمان کې د ملي اردو د لوا قومندان بریالی ارګونوال وایي، دا باید طالبانو ته پند وي.         

په دوحه کې د طالبانو او امریکا د هوکړه لیک له مخې، ټاکل شوې وه حکومت پېنځه زره او طالبان زر بندیان خوشې کړي، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي؛ خو حک ومت د پاتې بندیانو پر نه خوشې کولو ټینګار کوي او له همدې کبله د بشر حقونو فعالان او بنسټونه د طالب جنګیالیو خلاصون له پیاوړي ضمانت پرته خطرناک بولي. په داسې حال کې، چې طالبانو په ځلونو له امریکا سره د سولې هوکړه لیک ته پر ژمنه ټینګار کړی دی. 

Trending

Exit mobile version