بی بی سی پښتو

د جیف بیزوس طلاقې میلیاردرې مکینزي سکاټ د خپلو بچیانو له ښوونکي سره واده کړی

Published

on

د امازون وېبپاڼې له بنسټګر جیف بیزوس څخه تر طلاق اخیستو دوه کاله وروسته مکینزي سکاټ د خپلو بچیانو له هغه ښوونکي سره واده کړی، چې په ښوونځي کې یې دوی ته درس ورکاوه.

مکینزي په نړۍ کې له شتمنو ښځو ګڼل کېږي چې تر اوسه یې له خپلې شتمنۍ څخه تر ۴ میلیارد ډېر ډالر خیریه چارو ته ورکړي دي.

د خیریه کارونو اړوندې جیفن بلیډز وېبپاڼې ویلي اغلې سکاټ له ډان جیویټ سره واده کړی.

دا وېبپاڼه په نړۍ کې شتمن خلک په خیریه کارونو کې د پیسو لګولو ته هڅوي.

بیزوس په یوه خبرپاڼه کې ویلي: “ډان یو ډېر ګلالی سړی دی،‌ دواړو ته ښه وخت غواړم”.

د فوربز مجلې د شمېرو له مخې، د اغلې سکاټ شتمني نژدې ۵۳ میلیارد امریکايي ډالر اټکل شوې ده چې غواړي ډېری برخه یې پر خیریه کارونو ولګوي.

اغلې سکاټ خپله ډېره شتمني د ښځو اړوندو خیریه چارو ته ځانګړې کړې ده، په تېره د خوړو بانکونو او هغو روزنیز بنسټونو ته چې تورپوسته خلک زدکړې پکې کوي.

مکینزي سکاټ ۲۵ کاله د بیزوس مېرمن وه چې په ۱۹۹۴ کال یې د امازون وېبپاڼې له جوړولو کې هم له هغه سره مرسته کړې ده. هغې دوه کیسې هم لیکلې دي.

کله چې هغې په ۲۰۱۹ کال له بیزوس نه طلاق ترلاسه کړ، ‌بیزوس د نړۍ تر ټولو شتمن سړی و او هغه مهال په امازون کې د اغلې سکاټ د شتمنۍ کچه ۱۶ سلنې ته رسېدلې وه.

د امازون بنسټګر د ټیسلا ایلون ماسک شرکت له څښتن سره سیالي کوي.

اوسمهال اغلې سکاټ د نړۍ د شتمنو خلکو په نوملړ کې ۲۲ ځای لري، خو بیزوس بیا د ۱۷۷ میلیارد ډالرو په لرلو د لېست په سر کې دی.

خیریه کارونه

Giving Pledge
مکینزي سکاټ له خپل مېړه سره

جیفین بلیډز وېبپاڼه د هغو میلیاردرانو د ګټو لپاره جوړه شوې ده، چې ډېری شتمنۍ یې خیریه کارونو ته وقف کړې دي.

د شنبې په ورځ دې وېبپاڼې ویلي وو، د خیریه کارونو له چارو سره جیویت هم یوځای شوی دی.

نوموړي په یوه لیک کې ویلي: “یوه ناڅاپي خوشحالي، اوس ما له یوې ښځې او سخي‌‌ ښځې سره واده کړی، چې خپله ډېری شتمني یې د نورو د خدمت لپاره وقف کړې ده”.

Trending

Exit mobile version