ساینس او ​​ټیکنالوژي

د جیمز ویب خلایي تیلسکوپ د مشتري تازه انځورونه خپاره کړل

Published

on

د جیمز ویب سپیس تیلسکوپ د مشتري داسې تازه او حیرانوونکي انځورونه خپاره کړي، چې له دې مخکې هیڅکله لیدل شوي ندي.

دا انځورونه د ( د زمري پر ۵ / د جولای ۲۷) نېټه د جیمز ویب لخوا ثبت او په مصنوعي ډول رنګ شوي، چې د دې سپوږمکۍ ځانګړې ځانګړتیاوې په روښانه توګه ولیدل شي.

په یوه انځور کې د مشتري ځانګړی لید د هغې د تتو کړیو او دوه کوچنيو سپوږمیو؛ امالتیا او ادریستیا سره لیدل کیدی شي. په داسې حال کې، چې نور کهکشانونه یې په شالید کې د لیدو وړ دي.

د کالیفورنیا په پوهنتون کې د ستورپوهنې پروفیسور ایمکه دو پاتر وايي: مونږ له دې مخکې هیڅکله مشتري پدې بڼه نه و لیدلی؛ ځکه، نو دا د حیرانتیا وړ ده.

Trending

Exit mobile version