تازه خبرونه
د حزب جنګیالي به د افغان ځواکونو په لیکو کې له هېواده دفاع وکړي
په ننګرهار کې د زرګونه کسانو په یوه غونډه کې د حزب اسلامي ولایتي مسوولینو ویلي، د حزب پخواني وسلوال جنګیالي به د افغان ځواکونو په لیکو کې له خپلې خاورې کلکه دفاع وکړي.
د چهار شنبې په ورځ د ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان په ولایتونو کې د حزب اسلامي یوشمېر غړي او د هغوی خواخوږي په جلال آباد کې د افغان حکومت او حزب اسلامي د مشر حکمتیار ترمنځ د سولې په ملاتړ راټول شول.
په نورستان کې د حزب اسلامي مسوول مولوي عبدالواحد د حکمتیار د پخواني او اوسنی دریخ ننګه وکړه.
د حزب اسلامي ولایتي مشرانو د فدرالي نظام چغې تش خوب وباله او زیاته یې کړه، چې د دوی دښمنان د افغان ولس او د هېواد د ګټو دښمنان او پردي جاسوسان دي.
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزی حزب اسلامي یو افغانستان شموله ګوند وباله او د حکمتیار راتګ یې د حکومت ستره لاسته راوړنه وګڼله.
والي پر وسلوالو طالبانو هم غږ وکړ، چې د حکمتیار لار خپله کړي.
د هېواد د نورو سیمو په پرتله په ختیځ کې د حزب اسلامي پلویان ډېر دی او داسې ویل کیږي، چې له همدې کبله د حزب اسلامي مشر هم د اوسیدو لپاره ننګرهار انتخاب کړی دى.
خبریال: رحمت الله زیارمل