سیمه ییز خبرونه
د حكومت له خوا د پانګې د جلبولو نوې تګلاره جوړه شوې ده
تر هغه پورې، چې صنعتكارانو ته ځمكه ورنه كړل شي په افغانستان كې به د پانګونې بهير چټكتيا ونه مومي. له پانګونې څخه د ملاتړ اداره د دې مطلب په څرګندولو سره وايي، د حكومت له خوا د پانګې د جلبولو نوې تګلاره جوړه شوې چې تر دوو اوونيو پورې به يې د وزيرانو شورا تصويب كړي.
په افغانستان كې د پانګونې د ملاتړ اداره ( آيسا) وايي:
د مهمو حكومتي او خصوصي بنسټونو د غوښتنو په پام كې نيولو سره د پانګونې د جذب د تګلارې طرحه جوړه شوې، چې تر راتلونكو دوو اوونيو پورې به يې د وزيرانو شورا تصويب كړي.
په افغانستان كې د پانګونې د ملاتړ ادارې رئيس وفي الله افتخار وايي:
په دې كړنلاره كې پانګوالو ته د وړيا ځمكې وېش، له ګټې پرته د برښنا وركول، د لسو كلونو د ماليو بښل، د خامو موادو د ګمركي تعرفي ټيټوالى او په هغو وارداتي توكو د ګمركي ماليوزياتوالى شامل دي، چې په افغانستان كې يې ورته توكي توليدېږي.
خو نوموړی زیاتوي، چې صنعت كارانو ته بايد ځمكه وركړل شي.
په همدې حال کې د افغانستان د صنايعو اتحادې رئيس شېرباز كمين زاده په حكومت تنده نيوكه كوي او وايي:
په تېرو لسو كلونو كې، چې كومې ځمكې د صنعتي پاركونو لپاره په پام كې نيول شوې وې زورواكانو غصب كړې او حكومت د دې توان نه لري، چې بېرته يې را وګرځوي.
د برښنا كموالى، اوسنيو اړتياوو ته په پام د كورنيو توليداتو د ملاتړ د قانون نشتوالى، په خامو موادو د ګمركي تعرفې زياتوالى او تر ټولو مهم له كورنيو توليداتو څخه د ګاونډيو هېوادونو تر اندازې زيات ملاتړ د صنعت كارانو له خوا د كورنيو توليداتو پروړاندې لويې ستونزې ګڼل كېږي.