نړۍ

د حماس او اسرائیلو ترمنځ کومه هوکړه ترلاسه شوې نه‌ده – امریکا

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۸, ۱۴۰۲)

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند ادرین واتسون د واشنګتن پوست ورځپاڼې د راپور په غبرګون کې څرګنده کړې؛ تر اوسه د پېنځه ورځني اوربند په بدل کې د حماس له لوري د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو کومه هوکړه ترلاسه شوې نه‌ده.

هغه په ​​ایکس پاڼه کې لیکلي: مونږ تر اوسه هوکړې ته رسېدلي نه‌یوو؛ خو هوکړې ته د رسیدو لپاره هڅې روانې دي.

واشنګتن پوست له دې مخکې د باخبرو سرچینو د څرګندونو له مخې خبر ورکړی و، چې اسرائیل، امریکا او حماس د پېنځه ورځني اوربند په بدل کې د لسګونه یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو په اړه یوې هوکړې ته رسېدلي دي.

د دغې ورځپاڼې په څرګندونو کې راغلي: د یوې شپږ پاڼیزې بشپړې هوکړي د یوې برخې له مخې، ټولې خواوې به لږ تر لږه د پېنځه ورځو لپاره وسلوال عملیات ودروي. په داسې حال کې، چې په هرو ۲۴ ګړیو کې به ۵۰ یا ډېر یرغمل په کوچنیو ډلو کې خوشې کیږي.

د دغه راپور له مخې؛ شاوخوا ۲۴۰ اسرائیلیان د حماس له‌خوا یرغمل شوي دي.

واشنګتن پوست دا هم لیکلي؛ پر ځمکنیو هڅو به هوایي څارنې روانې وي او دا کار له پولیسو سره مرسته کوي، چې د پام وړ بشري مرستې ورسیږي.

د دې راپور په اړه سپینې ماڼۍ یا د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر څه نه‌دي ویلي.

د هغو کسانو د څرګندونو له مخې، چې له هوکړې خبر دي، ښايي په راتلونکیو څو ورځو کې د یرغمل شویو کسانو خوشې کول پیل شي.

Trending

Exit mobile version