سوداگري

د حيرتان – مزار شريف د اوسپنې پټلۍ مسووليت له ازبکستان څخه افغانستان ته لېږدول کېږي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۰, ۱۴۰۱)

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ریاست خبر ورکړی، چې د افغان پلاوي او د ازبکستان د اورګاډي چارواکو ترمنځ د خبرو اترو په پایله کې دغې ادارې ته د حیرتان – مزار شریف د اوسپنیزې پټلۍ د مسوولیتونو د سپارلو په اړه هوکړه شوې ده.

د جمعې پر ورځ ( د مرغومي ۹) په ازبکستان کې د حیرتان – مزارشریف ترمنځ افغانستان ته د اوسپنیزې پټلۍ د مسوولیتونو د لېږد هوکړه وشوه.

د دې اوسپنیزې پټلۍ مسوولیت له شاوخوا یوولس کلونو راپدیخوا د ازبکستاني شرکت سګدیانا ترانس پر غاړه و.

د نوي تړون پربنسټ؛ د حيرتان- مزارشريف د اوسپنیزې پټلۍ مسووليتونه د يوه منظم مهالوېش له مخې د افغانستان د ریل ادارې ته سپارل کېږي او د سوداګريزو توکو د لېږد بهير به هم نورمال روان وي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره څرګندوي؛ دغه اداره د دې پروژې د ټولو چارو د پرمخ بیولو لپاره پوره چمتووالی لري او د مسوولیتونو په ترلاسه کولو سره هڅه کوي، چې سوداګرو ته لا ښې اسانتیاوې برابرې کړي.

Trending

Exit mobile version