تازه خبرونه
په ولسي جرګه کې د ټاکنو د قانون د تعدیل لپاره نا قانونه هڅې روانې دي – نورستانی
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسوولین وايي چې په ولسي جرګه کې د ټاکنو د قانون د تعدیل لپاره نا قانونه هڅې روانې دي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رییس یوسف نورستانی وايي چې د راتلونکو ټاکنو د ځنډولو او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دندو او واکونو د قانون د تعدیل ټولې هڅې د فساد زېږنده دي او د مشخصو سیاسي موخو لپاره دا هڅې کیږي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې ولسي جرګه د قانون د ۱۰۹ مې مادې خلاف غواړي چې د کاري دورې په وروستي کال کې د ټاکنو قانون په اجندا کې شامل کړي.
وسلو نهمه ماده:
د تقنينيه دورې په وروستني يوکـال كې د انتخاباتو د قانون د بدلېدو پيشنهاد د ملــي شــورى د كــار پــه فهرســت كــې نشي نيول كېدلاي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ريیس زیاتوي چې د ټاکنو د قانون د تعدیل لپاره د ولسي جرګې هڅې به دموکراسي او ټاکنې مسخره کړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین وايي که حکومت یې تمویل کړي؛ دوی تیار دي چې پارلماني ټاکنې په خپل وخت تر سره کړي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رییس وايي چې له قانون خلاف هڅې د شخصي موخو لپاره تر سره کیږي چې په دې کار سره د افغانستان ثبات هم زیان واوړي.