تازه خبرونه

د حکومت د ثبات لپاره باید له صلاحیتونو څخه سالمه او شرعي استفاده وشي – سراج الدین حقاني

د کورنیو چارو وزارت د ویاند په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د نظام استحکام او د ولس خدمت لوی امانت دی، چې باید په پوره اخلاص سره ادا شي.»

Published

on

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج‌الدین حقاني کاپیسا ولایت ته د سفر پر مهال د دې ولایت په تالار کې د شهیدانو د ویاړ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي؛ « مجاهدین دې د حکومت د ثبات، مؤثرو خدماتو او مسوولانه چلند لپاره هڅه وکړي او له صلاحیتونو څخه باید سالمه او شرعي استفاده وشي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د نظام استحکام او د ولس خدمت لوی امانت دی، چې باید په پوره اخلاص سره ادا شي.»

سراج الدین حقاني زیاته کړې:  د عفوې فرمان په تېرو  څلور کلونو کې ښه پلی شوی او په هېواد کې امنيت تامين، اسلامي او ملي ګټې خوندي دي او د څلوېښت کلنې دښمنۍ ځای دوستۍ او ورورګلوۍ نیولې دی.

د کورنيو چارو وزارت د چارسمبالي د څرګندونو له مخې:« اختلاف د نظر ممکن دی؛ خو ټول باید د هېواد جوړونې او شریعت حاکمیت ته کار وکړو. د ټولنې اصلاح او د حکومت په استحکام کې د هر چا ونډه ضروري ده. »

نوموړي د کاپیسا د خلکو د مبارزې او جهادي هڅو د ستایلو تر څنګ ویلي؛ «د دوست او دښمن دواړو اعتراف دا دی، چې کاپیسا د خپلواکۍ د مبارزې یو له مهمو میدانونو څخه وه او ناممکن عملیات دلته ممکن شول».

هغه په دې غونډه کې د مسوولیتونو، دندو او صلاحیتونو د کره والی لپاره د ظرفیت لوړونې پر اړتیا ټينګار وکړ او څرګندوي : چې تل باید د زده‌کړې په حال کې ووسو او د پوهې پر بنسټ په خپلو دندو کې پرمختګ وکړو.

 دغه راز په دې غونډه کې د کاپیسا والي قاري بریال دې ولايت ته د دې وزارت د چارسمبالي راتګ د ویاړ او عزت سبب وباله او د نوموړي د جهادي دورې د یووالي، ښې رهبرۍ او بریاوو یادونه یې وکړه.

نوموړي د اسلامي امارت حکومت بریالیتوب د اتفاق او اتحاد نتیجه وبلله او د کاپیسا د ولسونو او مجاهدينو په استازیتوب یې د حکومت ترڅنګ د کلک درېدلو ډاډ ورکړ.

Trending

Exit mobile version