تازه خبرونه

د حکومت مشران دې د سولې په اړه له پاکستان سره خبرې پیل کړي – خلیلزاد

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۸, ۱۴۰۰)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان حکومتي او سیاسي مشرانو غوښتي، چې سولې ته د رسېدو لپاره دې له پاکستانیو حکومتي مشرانو سره خبرې پیل کړي.

دغه راز خلیلزاد ویلي، چې د افغانستان د سترو ستونزو د حل لپاره دې لویه جرګه را وبلل شي.

یو شمېر افغان حکومتي سیاستوالو، چې له زلمي خلیلزاد سره لیدلي څرګندوي، چې خلیلزاد غواړي یو لوړپوړی حکومتي پلاوی پاکستان ته سفر وکړي او ستونزه هر اړخیزه حل کړي.

دغه راز اړوند سیاستوالو ويلي؛ زلمی خلیلزاد په دې سفر کې هڅه کوي، چې طالبان له افغان دولت سره خبرو ته قانع کړي.

د ملي پخلاینې عالي شوری سلاکار عبدالبصیر سالنګي ویلي: امریکا ناوخته پرېکړه کړې، چې طالبان پرېکنده خبرو ته قانع کړي. خلیلزاد ویلي، چې دوحې ته ځي او له طالب مشرانو سره د سولې په اړه پرېکنده خبرې وکړي.

له خلیلزاد سره په دې سفر کې امریکايي پلاوی هم مل دی.

دې پلاوي له پخواني ولسمشر حامدکرزي سره په لیدنه کې ویلي، چې د ژورو ستونزو د حل لپاره باید افغان حکومت له پاکستان سره خبرې پیل کړي.

دې پلاوي وړاندیز کړی، چې یو لوړپوړی افغان پلاوی دې پاکستان ته سفر وکړي.

د حزب ملت افغانستان منشي جعفر مهدوي وایي: خلیلزاد له پاکستان سره د سیاسي اجماع، لویي جرګې رابللو او افغان ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.  

ځينې باخبرې سرچینې وايي، چې خلیلزاد د پخلاینې عالي شوری له غړیو سره په لیدنه کې د ځينو سیاستوالو له سختو پوښتونو سره مخ شو.

په پام کې ده، چې زلمی خلیلزاد له کابله دوحې ته ولاړ شي او د سولې مرکچې پلاوی خبرو ته وهڅوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې زلمی خلیلزاد او ورسره مل پاوی به دا ځل د سیمې د هېوادونو له مشرانو سره پر افغان سوله هر اړخیزې خبرې وکړي.

Trending

Exit mobile version