1393ټاكنې
د ختيځ زون جهادي مشرانو له نوماند د.ا. غني احمدزي څخه د ملاتړ اعلان وكړ
د ولسمشرۍ د نوماندانو د ملاتړ لپاره د سياسي ډلبنديو په لړ كې دا ځل پخواني جهادي قوماندان دين محمد او ور سره يو شمېر ديني عالمانو، مخكښانو او پخوانيو جهادي قومندانانو د دوشنبې په ورځ( د سلواغې۲۸) د يوې غونډې په ترڅ كې د ولسمشرۍ له نوماند داكتر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان كړ.
جهادی اوقومی مشر الحاج دین محمد د شفافو ټاكنو غوښتنه وكړه او له خلكو يې وغوښتل، چې د ټاكنو د گډوډولو وخت به چاته ورنكړ شي.
د ولسمشری نوماند داكتراشرف غنی احمد زي غونډې ته وويل، چې:
په هېواد كې د ملي حاكميت د بقا لپاره سوله مهمه ده.
د هغه په باور، كه له جومات او ممبر څخه د سولې غږ پورته شي، هرو مرو به سوله ټينگيږي.
ښاغلى احمدزى زياتوي:
كه ولسمشر شي په هر زون كې به يوه لويه او مجهزه دينې مدرسه جوړه كړي، چې طالب العلمان (شاگران) په كې په هېوادنۍ روحيه و روزل شي.
ټاكل شوې، چې ولسمشريزې او د ولايتي شوراگانو ټاكنې د وري(حمل) په شپاړسمه تر سره شي.